د ماليې نړيوال صندوق ای اېم اېف ډله د پاکستان په سفر ده او په تېرو دوو ورځو کې يې ددې هېواد له مشرانو سره ملاقاتونه کړي دي. له ای اېم اېف څخه د پورونو اخیستو سربېره هم ددې هېواد اوسېدونکي له سختې ګرانۍ سره مخامخ دي. د پاکستان معيشيت لا هم تر فشار لاندې دی؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د اقتصادي چارو خبريال فداحسين او د خيبرپښتونخوا چېمبر اف کامرس پخواني مشر زاهد شنواري سره څېړل شوي دي.
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۱۵ فبروري هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۱۲ فبروري ۲۰۲۰
د امريکا ولسمشر د فبرورۍ پر څلورمه کانګرس ته په کلنۍ وينا کې ويلي، هڅه کوي د خپل هېواد د تاريخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي او خپل پوځيان له افغانستانه ستانه کړي. پوښتنه دا ده چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل به ګټه او که تاوان ولري؟ دا موضوع مو "د مشال تر رڼا لاندې" بحث کې په کابل کې د افغانستان د سولې او بهرنيو چارو له پوه داود محمد او د پېښور پوهنتون د سيمه ییزو مطالعاتو مرکز له پخواني مشر ډاکټر سرفراز سره څېړلې ده. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.