د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې افغانانو د پي او ار کارډ لرونکو نه ځورولو په اړه حکومتي فرمان ستایلی دی


هېواد ته ستنېدونکی یو کډوال له پېښوره د روانېدو پر مهال د افغانستان بیرغ رپوي - د اپرېل څلورمې انځور.
هېواد ته ستنېدونکی یو کډوال له پېښوره د روانېدو پر مهال د افغانستان بیرغ رپوي - د اپرېل څلورمې انځور.

په پېښور کې مېشتو افغان کډوالو د پاکستان د سرحدي او قبایلي چارو (سیفران) وزارت د هغه فرمان ستاينه کړې ده چې وايي انتظاميه او پوليس دې د مهاجرت (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډ لرونکي نه ځوروي.

سیفران د جولای پر څلورمه د ټولو صوبو او د پاکستان تر واک لاندې د ګلګت بلتستان او کشمیر چارواکو ته امر وکړ چې تر هغو چې وفاقي کابینې وروستۍ پرېکړه نه وي کړې، پولیس دې د پي او ار کارډ لرونکو افغانانو ته څه نه وايي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د مهاجرت کارډ لرونکو د پاتې کېدو قانوني موده د جون پر ۳۰مه پای ته ورسېده. په هغه هېواد کې څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان پي او ار کارډرونه لري چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ورکړي ول.

په پېښور کې د افغان کډوالو د يوې اتحاديې مشر نقيب باچا د جولای پر شپږمه مشال راډيو ته وويل، ټول پاکستان مېشتې افغان کډوال د حکومت دې پرېکړې ته خوشاله دي. "د افغان مهاجرينو مشران دا يوه نېکمرغه اقدام ګڼي. ټول پر دې پرېکړه خوشاله دي. په پاکستان کې چې څومره افغان تجاران دي، هغوی خو بېحده خوشاله دي او دا ځکه چې دلته يې د اربونو روپيو کاروبارونه روان دي."

په پاکستان کې د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډ لرونکو ته په خپله خوښه د هېواد د پرېښودو ضرب الاجل (مهلت) د مارچ پر ۳۱مه پای ته ورسېد. چارواکو تر دې وروسته د اپرېل پر درېیمه هېواد ته د بې اسناده او افغان تابعیت کارډ لرونکو د لېږدولو دویم پړاو پیل کړ او له هغه وخت راهیسې یې لکونه افغانان د تورخم او چمن له لارو هېواد ته ستانه کړي ول.

د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.

XS
SM
MD
LG