د منځنۍ کورمې خلکو هلته پر کورونو د "پوځ د توغول شوې هاوان مرمۍ لګېدو" او د بدامنۍ پر ضد احتجاج کړی دی.
د جولای پر نهمه دا احتجاج تر هغې څو ساعته وورسته وشو چې اوټ کلي کې پر یو کور د هاوان توغندی ولګېد چې د یوې ماشومې په ګډون پکې دوه کسان ووژل شول او درې ژوبل شول.
پوځ لا د سیمې د اوسېدونکو د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د سیمې د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط یې وویل چې ښايي پوځ پر مشکوکو وسلوالو توغندی ویشتلی وي او په غلطۍ په کور لګېدلی وي.
خو ده زیاته کړه چې پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړې دي.
تر دې وړاندې د جولای د اتمې او نهمې نېټې ترمینځ شپې مهال په ساتین کې وسلوالو پر یو کور په برید کې درې کسان ووژل. د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
د سیمې خلک وايي د بدامنۍ او د هاوان د توغندیو د لګېدو پېښې مخ په زیاتېدو دي.
دوی په اوټ کلي کې د وژلو شویو جسدونه د احتجاج په توګه د مناتیو د پوځي کلا مخې ته ایښي ول.
د احتجاج یو ګډونوال او د سیمې اوسېدونکي سید احمد مشال راډیو ته وویل: "دا لومړۍ پېښه نه ده، تر دې وړاندې هم د ولسي خلکو پر کورونو د مارټر ګولو لګېدو له وجې خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده. دا ډېره د افسوس وړ خبره ده."
تر منځنۍ کورمې وړاندې د خیبر پښتونخوا په نورو قبایلي ضلعو او په ځانګړي ډول په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د هاوان توغندیو لګېدو او ډرون بریدونو خلاف خلکو وخت پر وخت مظاهرې، لاریونونه او پرلتونه هم ترسره کړې دي.
د پاکستان حکومت او پوځ په وار وار ویلې دي چې د وسلوالو خلاف د عملیاتو پر مهال د ولسي خلکو خوندیتوب ته پام کوي.