د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تیرا خلک: موږ ولې لاړ شو؟ پوځ او وسلوال دې دا سیمه پرېږدي


د تیرا میدان زرګونو خلکو په جلسه کې ګډون وکړو - د جولای پینځمې انځور
د تیرا میدان زرګونو خلکو په جلسه کې ګډون وکړو - د جولای پینځمې انځور

د خیبر سیاسي فعالانو او قامي مشرانو پر وسلوالو او امنیتي ځواکونو غږ کړی دی چې د هغوی له سیمې دې ووځي او هغوی دې ژوند کولو ته پرېږدي.

دا غوښتنه د جولای پر پینځمه د خیبر ضلعې په تیرا میدان کې په یوه لویه جلسه کې وشوه چې پکې زرګونو کسانو ګډون وکړ. دوی وویل، د سېمې خلک له جګړو ستړي او د امنیتي ځواکونو او وسلوالو په مینځ کې اېسار پاتې دي.

سیاسي فعال خان ولي اپرېدي جلسې ته د وینا پر مهال وویل: "موږ د پوځ جبري عملیات نه منو، ډرون او مارټر بریدونه هم نه منو. د بې ګناه ولسي خلکو وژنه دې ودرول شي. موږ وسلوال طالبان او د هغوی فتوې هم نه منو. موږ ښه کلک مسلمانان یو، جوماتونه او حجرې مو معلومې دي، شریعت او حیا پېژنو، بل هېڅ چاته حاجت نشته چې دلته به راځي او موږ ته به دا څیزونه ښايي."

خلک په بامونو او دیوالونو ناست دي او د مشرانو خبرې اوري.
خلک په بامونو او دیوالونو ناست دي او د مشرانو خبرې اوري.

په تیرا میدان کې دا جلسه په داسې وخت کې شوېده چې د یادې سېمې د ځینو کلیو خلکو ته حکومت امر کړی دی چې هغلته د پاکستان پوځ عملیات کوي نو خلک دې کورونه پرېږدي او نورو سیمو ته کډه وکړي.

په تیرا کې په دې وروستیو کې د وسلوالو او امنیتي ځواکونو ترمینځ نښتې هم زیاتې شوې دي. ځايي ولس وايي په دغه جګړه کې اولسي خلکو ته هم مرګژوبله او مالي زیانونه ور اوړي.

جلسې ته د وینا پر مهال د باړې تحصیل چیرمین مفتي کفيل اپرېدي وویل: "اوس وخت راغلی دی چې موږ پخپله د خپلو مېرمنو، ماشومانو او کورنیو د حیا او ناموس ساتنه وکړو. موږ دا نه غواړو چې یو وار بیا دې کډوال شو او له بې عزتۍ سره مخامخ شو."

د جلسې یوه څنډه
د جلسې یوه څنډه

په خیبر ضلع کې مېشتو امنیتي ځواکونو د تیرا قامي مشرانو ته ویلي دي چې د وسلوالو ډلو خلاف پراخ عملیات کول ضروري دي نو هغوی دې ورسره مرسته وکړي څو تیرا له وسلوالو پاکه شي او امن پکې قایم کړل شي.

خو د تیرا مشرانو ورته ویلي، کلي په هغه صورت کې پرېږدي چې د هر خالي کور په سر به ورته حکومت پینځه لکه روپۍ ورکوي، دا به لنډمهاله مرسته وي او د دې ترڅنګ چې د عملیاتو پر مهال کوم کور وران کړل شو نو حکومت به ورته مکمل تاوان ورکوي.

د پاکستان پوځ او د خیبر انتظامیې تر اوسه د ولس د دې شرطونو ځواب نه دی ویلي.

د تیرا خلک وايي د هغوی په سیمه کې تحریک طالبان پاکستان، جماعت الاحرار، لشکر اسلام، حافظ ګل بهادر ډله او ځینې نورې وسلوالې ډلې فعالیت لري.

دغو ډلو تراوسه د تیرا د خلکو د غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG