د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې ټرافیکي پېښې د مدرسې ۱۱ زده کوونکي ژوبل کړي دي

تازه شو

رېسکیو ۱۱۲۲ وايي، ماشومان د جولای پر اوومه له مدرسې کور ته روان ول چې د پېښې ښکار شول.
رېسکیو ۱۱۲۲ وايي، ماشومان د جولای پر اوومه له مدرسې کور ته روان ول چې د پېښې ښکار شول.

د سوات په بحرین کې په یوه ټرافیکي پېښه کې د مدرسې ۱۱ زده کوونکي ژوبل شوي چې پکې د دوو حالت مرګونی دی.

د مرستندویه او ژغورنې چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ویاند نیاز علي مشال راډیو ته وویل چې پېښه د جولای پر اوومه په کیدام سیمه کې شوې.

دی وايي، زده کوونکي د کالام اوسېدونکي دي چې په سوزوکي کې د بټخېلې له مدرسې کور ته روان ول.

د علي په خبره، ګاډی د تېز رفتارۍ له وجې واوښت چې پکې سپاره ماشومان ژوبل شول.

د ده په خبره، د زده کوونکو عمرونه له ۱۰ څخه تر ۱۶ کلونو پورې دي چې اته یې د بحرین او درې سخت ټپي ماشومان د مدین روغتون ته لېږدول شوي دي.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې زياتره وخت د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او د هغوی د سمې روزنې نه کېدو او پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي.

د دې ترڅنګ په ځینو وړو ښارونو او کلیوالو سیمو کې د ټرافیک کنټرول نظام کمزوری دی چې د حادثو مخه نیول ګرانوي. داراز، په ګاډو کې له اندازې زیات بار لېږدول یې هم کله نا کله توازن خرابوي او د پېښو ښکار کېږي.

د همدې له کبله په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې وخت په وخت ټرافیکي پېښې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړوي.

د جون پر ۲۰مه د خیبر پښتونخوا په کوهستان کې په ټرافیکي پېښه کې دوه تنه ووژل او دوه ژوبل شول.

تر دې مخکې د مې پر لومړۍ نېټه په کوز کوهستان کې ټرافیکي پېښې د یوې کورنۍ اته غړي ووژل. داراز، د اپرېل پر ۱۵مه د خیبر پښتونخوا په کرک کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۰ کسان وژل شوي او نهه ژوبل شوي ول.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG