پولیس وايي په بنو کې د ولسي خلکو او وسلوالو ترمینځ په نښته کې یو کس وژل شوی او څلور نور ژوبل دي چې پکې یو د پولیسو سرتېری دی.
د بنو پولیسو رسنيو ته په لېږلي يو بيان کې ويلي نن د جولای پر پينځمه د بکاخېلو په سرديخېلو کې وسلوال د ځايي امن کمېټې د مشر عید نواز خان د تښتولو لپاره ورغلي ول. د بيان ترمخه، عيد نواز خان او ملګري يې د دوو قبيلو ترمنځ د جوړ جاړي لپاره په يوه جرګه کې ناست ول چې وسلوال پرې ورغلل خو خلکو مزاحمت وکړ او له وسلوالو سره نښته پيل شوه.
د سردي خېلو خلکو هم د امن کمېټې د مشر د تښتولو د هڅې او په نتيجه کې يې د رامنځته شوې پېښې تصديق کړی دی.
پولیس او د سېمې خلک وايي د ډزو په تبادله کې وسلوالو ته مرګژوبله نه ده اوښتې او هغوی له ډزو کولو وروسته له سېمې وتلي دي. پولیسو دا نه دي ویلي چې وسلوالو د کومې ډلې پورې تړاو درلودلو. البته په یاده سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان وسلوال وخت په وخت دا ډول بریدونه کوي.
د بنو په سردي خېلو او ورڅېرمه په لکي مروتو کې تر دې مخکې هم ځايي خلک وخت په وخت د وسلوالو پرضد پاڅېدلي دي. تر دې دمه کومې وسله والې ډلې د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې.
د بنو پوليسو په خپل بيان کې زياته کړې چې د وسله والو د لټون عمليات يې پيل کړي دي.
په خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول د صوبې په قبايلي او جنوبي ضلعو کې له تېرو درو کلونو راهیسې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي او وسلوالې ډلې اکثر پر پولیسو، امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، ولسي مشرانو، فعالانو، سیاستوالانو او دیني عالمانو حملې کوي.
د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی.