د لاسرسي ځای

تازه خبر

بونېر کې ټرافیکي پېښې د یوې کورنۍ ۶ غړي وژلي دي


په کوهستان کې د رېسکیو ۱۱۲۲ یو کارکوونکی کندې ته له پرېوتي ګاډي څخه د ژوبلو کسانو ایستلو هڅه کوي - د مې لومړۍ انځور.
په کوهستان کې د رېسکیو ۱۱۲۲ یو کارکوونکی کندې ته له پرېوتي ګاډي څخه د ژوبلو کسانو ایستلو هڅه کوي - د مې لومړۍ انځور.

د خیبر پښتونخوا په بونېر کې ټرافیکي پېښې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي او اووه یې ژوبل کړي دي.

د مرستندویه او ژغورنې چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) یو چارواکي عرفان الله مشال راډیو ته وویل، پېښه د جولای پر ۱۰مه د مندڼ امازیو تحصیل په کنډرو سیمه کې شوې ده.

دی وايي، ګاډی د تېز رفتارۍ له وجې له ډرېوره بې قابو شو او ژورې کندې ته پرېوت.

د نوموړي په خبره، په وژل شویو کې څلور ښځې او دوه سړي دي.

عرفان الله زیاتوي چې مرستندویه کارکوونکو د وژل شویو جسدونه او ټپیان نېږدې روغتون ته لېږدولي دي.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې زياتره وخت د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او د هغوی د سمې روزنې نه کېدو او پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي.

د دې ترڅنګ په ځینو وړو ښارونو او کلیوالو سیمو کې د ټرافیک کنټرول نظام کمزوری دی چې د حادثو مخه نیول ګرانوي. داراز، په ګاډو کې له اندازې زیات بار لېږدول یې هم کله نا کله توازن خرابوي او د پېښو ښکار کېږي.

د همدې له کبله په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې وخت په وخت ټرافیکي پېښې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړوي.

د جولای پر اوومه د سوات په بحرین کې یو سوزوکي ګاډی د تېز رفتارۍ له وجې واوښت چې پکې د مدرسې ۱۱ زده کوونکي ژوبل شول.

داراز، د جون پر ۲۰مه د خیبر پښتونخوا په کوهستان کې په ټرافیکي پېښه کې دوه تنه ووژل او دوه ژوبل شول.

تر دې مخکې د مې پر لومړۍ نېټه په کوز کوهستان کې ټرافیکي پېښې د یوې کورنۍ اته غړي ووژل.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG