پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې وسلوالو یو نرښځی وژلی دی.
د پولیسو دفتر یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط یې مشال راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، نرښځی اسد نومېده او وسلوالو د جولای پر نهمه په تهکال کې وویشت.
چارواکی وايي، نوموړی په یوناېټېډ پلازې کې اوسېده او هم هلته وژل شوی دی.
د نرښځیو د حقونو یو ناحکومتي بنسټ منزل فاونډېشن مشرې ارزو خان هم مشال راډیو ته د اسد وژنه تایید کړه.
د پولیسو چارواکی زیاتوي چې پولیس سمدستي د پېښې ځای ته ورسېدل او د هغه جسد یې تر مړینې وروسته د عدلي طبي معاینې (پوسټ مارټم) لپاره روغتون ته ولېږداوه.
تر اوسه معلومه نه ده چې پر هغوی برید چا کړی دی خو پولیس وايي، پلټنې یې پیل کړې دي او د ککړو کسانو د نیولو هڅه کوي.
تر دې مخکې د خيبر پښتونخوا په نورو سيمو کې هم يوشمېر نرښځيان وژل شوي چې پرضد يې هغوی او د حقونو فعالانو په وار وار احتجاجونه کړي دي.
د مې پر ۲۶مه نېټه د ملاکنډ په درګۍ کې وسلوالو یو نرښځی وویشت. پولیسو ویلي ول چې هغه نرښځی شپې د ښادۍ په یو محفل کې تر ګډون وروسته کور ته روان وو چې وسلوالو یې پر ګاډي ډزې وکړې چې پکې هغه ووژل شو او ډرېور یې ټپي شو.
په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې ډېری نرښځیان د ودونو او ښادیو د موسیقیو په محفلونو کې ناڅي او دا یې د ګټې وټې یوه وسیله ده.
په خیبر پښتونخوا کې د ټرانسجېنډر الاینس په نوم د نرښځيانو د حقونو لپاره د کارکوونکي ناحکومتي سازمان د غونډو کړیو ارقامو له مخې وايي چې له ۲۰۱۵ز کال څخه تر ۲۰۲۴ز کال پورې په هغه صوبه کې ۱۲۵ نرښځيان وژل شوي دي.
له دې پرته په هغه صوبه کې وخت په وخت د نرښځیو د ځورولو، ورباندې د تشدد او ورڅخه د باج اخیستو پېښې کېږي.
د خیبر پښتونخوا حکومت او پولیس وايي چې د نرښځيانو امنیت ته ژمن دي. د صوبې پولیسو د ۲۰۲۳ز کال په نومبر کې ويلي ول چې په تاڼو کې د نرښځیانو د ستونزو هواري لپاره جلا څانګه پرانیزي.