د پیر قیوم سیمې ولسي مشر حکمت خان حکمتیار د مارچ پر ۲۹مه په سده کې د دواړو خواوو ترمینځ تر جرګې وروسته مشال راډیو ته وویل چې شیعه ګان او سنیان سلا شول چې د اوربند پر مهال به په ټوله ضلع کې د امنیت بحالۍ هڅې کوي.
د سېمې د خلکو په وینا په نښه شوې کورنۍ د سوات سره تعلق لري خو د بابوزو په غرییزه سیمه کې په خېمه کې اوسېده. د خلکو په وینا امنیتي کسانو دوی په ډرون برید کې وژلي دي.
په یوه خبرپاڼه کې چې د مارچ پر ۲۸مه د وزیراعلی علي امین ګنډه پور له دفتره خپره شوې او مشال راډیو سره هم شریکه شوې راغلې دي
په بنو کې د شمالي وزیرستان د کډوالو کمېټۍ مشر ملک رحمت غلام د مارچ پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې هغوی هره مياشت له حکومته په "سوال او زاريو" مرستې اخلي.
د استخباراتي ادارو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې سرتېرو په سرکټي مچنخېلو کې د وسلوالو پرضد عملیات کول چې پر مهال یې ورسره نښته وشوه.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مارچ پر ۲۷مه په بیان کې ویلي چې امنیتي سرتېرو هغه مشکوک وسلوال د مارچ پر ۲۶مه او ۲۷مه د "استخباراتي معلوماتو پر اساس" په څلورو بېلا بېلو عملیاتو او نښتو کې وژلي دي.
د ښاخ دولتخېلو لایق حسین د مارچ پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، تر هغو چې حکومت لارې خوندي کړې او د تګ راتګ لپاره یې بشپړې خلاصې نه کړي، د خبریالانو مرکز مخې ته پر سړک پرلت ته دوام ورکوي.
انتظامي او پوځي چارواکو، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازت نه لرلو له وجې د نوم نه خپرولو غوښتنه وکړه، مشال راډیو ته وویل چې د کرفیو پر مهال به ټول سړکونه او بازارونه تړلي وي.
د احتجاج يو ګډونوال سید عليشاه مشال راډيو ته وويل چې پوځيانو په رڼا ورځ په وقاص نومي کس مخامخ ډزې کړې او هغه یې وژلی دی. د هغه په خبره خلک د احتجاج له لارې د ولسي وګړو د وژنو ودرول غواړي.
نور وښیئ