د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې ګرځبندیز لګېدلی دی


د شمالي وزیرستان په میرامشا کې یو پوځي پر سړک ګزمه کوي - پخوانی انځور.
د شمالي وزیرستان په میرامشا کې یو پوځي پر سړک ګزمه کوي - پخوانی انځور.

د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیې د مارچ پر ۲۶مه سهار له شپږو بجو څخه د هغې ضلعې په ټولو برخو کې ګرځبندیز (کرفیو) لګولی دی.

انتظامي او پوځي چارواکو، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازت نه لرلو له وجې د نوم نه خپرولو غوښتنه وکړه، مشال راډیو ته وویل چې د کرفیو پر مهال به ټول سړکونه او بازارونه تړلي وي.

دوی دا و نه ویل چې ګرځبندیز به تر کوم وخته دوام کوي خو له خلکو یې غوښتنه کړې ده چې سړکونو ته دې نه وځي.

چارواکو زیاته کړه چې د کرفیو موخه د پوځي قافلو تګ راتګ خوندي کول دي.

په شمالي وزیرستان کې چارواکو د مارچ په پیل کې په میرلي کي پر پوځي کاروان تر برید وروسته ګرځبندیز ولګاوه.

په هغه ضلع کې د ۲۰۱۴ز کال تر "ضرب عضب" پوځي عملیاتو څو کاله وروسته د ګرځبندیزونو لړۍ بیا پیل شوې ده.

د شمالي وزیرستان تر څنګ انتظامي چارواکو د مارچ پر ۱۹مه د بر جنوبي وزیرستان او ټانک په یوشمېر سیمو کې هم ګرځبندیز یا کرفیو لګولې وه.

په هغو ضلعو کې څو ځلې ګرځبندیز د روژې میاشتې پر مهال لګېدلی دی چې پکې په بازارونو کې ګڼه ګوڼه زیاته وي او خلک د پيشلمي او روژه ماتي او بیا د میاشتې په وروستیو ورځو کې د اختر لپاره د سودا اخیستو تیاری کوي.

د شمالي او جنوبي وزیرستانونو او ټانک اوسېدونکو په وروستیو کې مشال راډیو ته ویلي ول چې ګرځبندیز یې مشکلات زیات کړي دي او حکومت دې د امنیت لپاره نور اقدامات وکړي.

په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د ټي ټي پي په ګډون یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مرکزي دفتر د مارچ پر ۱۹مه په خپل راپور کې وویل چې د روان کال په لومړیو دوه نیمو میاشتو کې پر پولیسو ټولې ۶۸ حملې شوې دي چې پکې ۲۶ سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په خپل دفتر کې د "قرارداد پاکستان" ورځې په مناسبت غونډې ته په وینا کې وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.

تر دې مخکې د مارچ پر ۱۸مه د پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ په غونډه کې ټینګار وکړ چې دولت (ریاست) دې په "پوره ځواک ترهګرۍ" ته ځواب ووايي.

XS
SM
MD
LG