د مارچ پر ۳۱مه په پاکستان کې اختر ولمانځل شو. د خيبر پښتونخوا په ځينو سيمو کې هم اختر وو خو په ځينو سیمو کې خلکو دا خوشالي د مارچ پر ۳۰مه ولمانځله.
تر اختر مخکې د خیبر پښتونخوا حکومت رسنيوو ته په لېږلو بیان کې ويلي وو چې ۳۵۰۰ اضافي پولیس یې د امنيت لپاره ګمارلي دي. د بیان تر مخه، د ډېری هغو سرتېرو کار پر لويو لارو او عيدګاهو کې د امنيت ساتل وو. حکومت د سیاسي ګوندونو په مشرانو غږ کړی وو چې د اختر د مبارکيوو په وخت دې په حجرو کې ګڼه ګوڼه نه جوړوي او احتياط دې وکړي.
د حکومت هغه خبرداري او د وسله والو زیاتو شويو حملو ته په کتو د عوامي نيشنل ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان د خپل ګوند په مشرانو غږ کړی وو چې په اختر کې دې له ګڼې ګوڼې ډډه وکړي. هغه د مارچ پر ۳۰م په ټولنیزو رسنیو خپور کړي ویډيويي پیغام کې وویل چې نوموړی به د اختر د مبارکۍ لپاره په خپل پلرني کلي ولي باغ کې موجود نه وي.
هغه وويل: "زما د ګوند پر ټولو مشرانو غږ دی چې د وړوکي اختر په مناسبت دې د خلکو له ګڼې ګوڼې ډډه وکړي. حالاتو ته په کتو باید احتیاط وشي. زه به هم په کلي کې نه يم. همدلته پر دې پاڼه تاسو ټولو ته د اختر مبارکي وايم."
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيوو کې په خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې وسله والو ډلو بریدونه زیات کړي دي. د پاکستان حکومت ويلي چې د هغې ناامنۍ د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کوي. د پاکستان د ملي امنیت پارلېماني کمېټۍ د مارچ پر ۱۸مه، وويل چې رياست دې په خپل "بشپړ ځواک ترهګرۍ" ته ځواب ورکړي.
ولسي او امنيتي مشرانو په اسلام اباد کې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ د پاکستان د ملي امنیت د حالاتو د ارزونې لپاره په غونډه کې ګډون وکړ او د "ترهګرۍ ضد ملي تګلارې" او د "عزم استحکام" هدفي عملياتو د سمدستي پلي کېدو غوښتنه يې وکړه.
تر غونډې وروسته له رسنیو سره د شریکې شوې اعلامیې له مخې، د ملي امنيت د پارلېماني کمېټۍ ګډونوالو د وسلوالو وروستي بریدونه په "سختو ټکو کې وغندل" او "د هر ډول ترهګرۍ" خلاف یې د "سختې مبارزې" او د متفقه سیاسي هوډ پر اړتيا ټينګار وکړ.
په اسلام اباد کې د شخړو او امنيت څېړنيزې ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي چې په فبرورۍ میاشت کې وسلوالو لږ تر لږه ۷۹ بريدونه کړي ول. په هغو حملو کې زیاتره یې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ول. د راپور له مخې، په هغو بریدونو کې ۵۵ ولسي وګړي او ۴۷ امنيتي سرتېري وژل شوي دي. په هغو حملو کې د ډېريو مسوليت بلوڅ بېلتونپالو او تحريک طالبان پاکستان وسلوالو ډلو منلې دي.