د خیبر پښتونخوا د ډینګي ملیریا او لشمینیا کنټرول پروګرام یو چارواکي خالد خان د سپټمبر په ۱۷ مشال ریډیو ته وویل چې د ډینګي نه په تېرو دوه اوونیو کې شا وخوا پینځه مرګونه شوي دي.
د پېښور کور کمانډر جنرال سردار حسین اظهر حیات په سوات کې د ځايي مشرانو د یوې جرګې سره لیدلي او هغوی له یې په سیمه کې د امنیت ډاډ ورکړی دی. په دې جرګه کې د مالاکنډ د کمېشنر په ګډون د سوات او بونیر څخه راغلیو مشرانو او سپین روبو هم ګډون درلود.
په دې لاریون او جلسه کې ځايي خلکو، قامي مشرانو، د سیمې مخورو او همدا رنګه د سیاسي ګوندونو استازو برخه واخیسته. غونډې ته د صوبايي اسمبلۍ پخواني غړي رحمت علي، مخور مشر شیرشاه خان، د ځوانانو مشر فواد خان او نورو ویناوې وکړې.
د پرلت یو مشر وايي، له حکومته یې غوښتنه کړې ده چې د وسله والو د لټون لپاره دې د چاپو پر مهال ځايي خلک نه ځوروي او بېګناه کسان به نه نیسي.
د جرګې یوه غړي او د جمعیت علمای اسلام (ف) ځايي سیاستوال عمران ماهر وویل چې که د امنیت غوښتنه یې پوره نه شوه نو بیا پرلت وهي
محمد علي سیف د سېپټمبر پر ۱۴مه پر خپله فېسبوک پاڼه په يوه ویډيويي پيغام کې وويل چې حکومت د بريدونو د مخنيوي پوره هڅې کوي او دا چې د صوبې امن باوري کول د حکومت ذمه واري ده.
د سېپټېمبر پر ۱۴مه د اعلاوزیر محمود خان په مشرۍ غونډه وشوه. حکومت تر هغې وروسته په بیان کې ویلي دي چې د معلوماتو تر غونډولو وروسته به ټولو اغېزمنو ته په شفافه ډول د تاوانونو پیسې ورکوي.
د چارباغ تاڼې مشر علي باچا تر پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل چې د دکوړک سیمې اوسېدونکی او د امن کمېټۍ پخوانی غړی محمد شیرین د سېپټېمبر پر ۱۴مه د ماخوستن تر لمانځه وروسته کور ته پر لاره وو چې وسله والو وویشت.
د خيبر پښتونخوا د پرایمري یا ابتدايي ښوونځیو د اتحادیې مشر عزیز الله خان د سېپټېمبر پر ۱۴مه مشال رېډیو ته وویل چې حکومتي ګام ستايي خو باید ژر تر ژره عملي شي.
ډاکټران ټینګار کوي چې په هغې ناروغۍ د اخته څاروي د غوښې خوړلو یا شیدو استعمالولو له کبله انسانان نه ناروغه کېږي.
نور وښیئ