محمد علي سیف د سېپټمبر پر ۱۴مه پر خپله فېسبوک پاڼه په يوه ویډيويي پيغام کې وويل چې حکومت د بريدونو د مخنيوي پوره هڅې کوي او دا چې د صوبې امن باوري کول د حکومت ذمه واري ده.
د سېپټېمبر پر ۱۴مه د اعلاوزیر محمود خان په مشرۍ غونډه وشوه. حکومت تر هغې وروسته په بیان کې ویلي دي چې د معلوماتو تر غونډولو وروسته به ټولو اغېزمنو ته په شفافه ډول د تاوانونو پیسې ورکوي.
د چارباغ تاڼې مشر علي باچا تر پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل چې د دکوړک سیمې اوسېدونکی او د امن کمېټۍ پخوانی غړی محمد شیرین د سېپټېمبر پر ۱۴مه د ماخوستن تر لمانځه وروسته کور ته پر لاره وو چې وسله والو وویشت.
د خيبر پښتونخوا د پرایمري یا ابتدايي ښوونځیو د اتحادیې مشر عزیز الله خان د سېپټېمبر پر ۱۴مه مشال رېډیو ته وویل چې حکومتي ګام ستايي خو باید ژر تر ژره عملي شي.
د پرلت یو مشر وايي، له حکومته یې غوښتنه کړې ده چې د وسله والو د لټون لپاره دې د چاپو پر مهال ځايي خلک نه ځوروي او بېګناه کسان به نه نیسي.
ډاکټران ټینګار کوي چې په هغې ناروغۍ د اخته څاروي د غوښې خوړلو یا شیدو استعمالولو له کبله انسانان نه ناروغه کېږي.
انتظامیې تور پورې کړی دی چې په صوبه کې د واکمن تحریک انصاف سیاستوال او د قامي اسمبلۍ غړي علي امین ګنډه پور وایس چانسلر ته ګواښ کړی دی. په ګومل پوهنتون کې د متحده طلبا محاذ په نوم د زده کوونکو د ټولنې مشر واصف خان کنډی وايي، ګنډه پور ورسره ملګری شوی دی.
په سوات کې یوه خبریال فضل خالق مشال راډیو ته وویل چې د امن کمېټۍ او لښکر مشر محمد ادریس خان په خپل شخصي کار پسې د کبل تحصیل کوټکۍ سیمې ته تللی وو او چې کور ته ستنېده نو ګاډی یې پر لار د رېموټ کنټرول بمي برید ښکار شو.
د مرستندویه او بيا بحالۍ چارو لپاره د صوبايي اسمبلۍ د کمېټې مشر طفیل انجم د سېپټېمبر پر شپږمه مشال رېډیو ته ویلي وو چې وروستیو بارانونو او سېلابونو په خیبر پښتونخوا کې ۱،۳۳۵ سکولونه په مکمله او يا هم جزوي توګه ړنګ کړي دي.
نور وښیئ