د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرچینې: تېرو ۳ میاشتو کې خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ لسګونه پېښې شوې دي


د جولای پر اوومه په مردان کې پر تاڼه په برید کې یو پولیس سرتېری وژل شوي وو.
د جولای پر اوومه په مردان کې پر تاڼه په برید کې یو پولیس سرتېری وژل شوي وو.

د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېرو درو مياشتو کې په صوبه کې د ناامنیو په ۱۹۳ پېښو کې ۴۴ کسان وژل شوي او تر ۶۰ زیات ژوبل شوي دي.

د وزارت سرچینو د سېپټېمبر پر ۱۴مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، د ترهګرۍ په هغو پېښو کې دوه ځانمرګي بریدونه، د لاسي بمونو ۱۵ حملې، اووه هدفي بریدونه، ۱۱ د سړک غاړې بمي چاودنې او لسګونه نور واړه بریدونه شامل دي.

د سېپټمبر پر ۱۳مه د خیبر پښتونخوا په سوات کې په يوه سړک غاړې بمي بريد کې د امن کمېټې او لښکر د یوه مشر محمد ادریس خان په ګډون اته کسان ووژل شول.

تر دې پېښې وروسته د سوات لسګونه اوسېدونکو د سېپټمبر پر ۱۴مه په مینګوره کې احتجاج وکړ.

د ناامنۍ د مخنیوي په اړه مو د خیبر پښتونخوا حکومت د دريځ معلومولو لپاره د صوبې د اعلا وزير له سلاکار محمد علي سيف سره په بیا بیا ټېلېفوني رابطه وکړه، خو په خبرو ورسره و نه توانېدو.

نوموړي البته د سېپټمبر پر ۱۴مه پر خپله فېسبوک پاڼه په يوه ویډيويي پيغام کې وويل چې حکومت د بريدونو د مخنيوي پوره هڅې کوي او دا چې د صوبې امن باوري کول د حکومت ذمه واري ده.

د خیبر پښتونخوا حکومت په تېرو درو میاشتو کې د هدفي بریدونو شمېر اووه ښوولی، خو د مشال راډيو د شمېرو له مخې، د روان کال د جون له ۱۲مې نېټې تر اوسه پورې یوازې په شمالي وزیرستان کې ۱۸ هدفي بریدونه شوي دي.

بلخوا د سېپټمبر پر ۱۳مه د خیبر پښتونخوا د اعلاوزير په دفتر کې د لوړپوړو چارواکو يوې غونډې ته ويل شوي چې حکومت د صوبې د امنيت ټينګ ساتلو لپاره يو منظم پلان لري.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې د خیبر پښتونخوا په کوز دیر، سوات، باجوړ، شمالي او جنوبي وزیرستانونو، مومندو، اورکزیو او خيبر کې خلکو احتجاجي لاريونونه وکړل او د خپلو سيمو د امنيت لپاره يې غږ پورته کړ.

XS
SM
MD
LG