د مرستندویه او بيا بحالۍ چارو لپاره د صوبايي اسمبلۍ د کمېټې مشر طفیل انجم د سېپټېمبر پر شپږمه مشال رېډیو ته ویلي وو چې وروستیو بارانونو او سېلابونو په خیبر پښتونخوا کې ۱،۳۳۵ سکولونه په مکمله او يا هم جزوي توګه ړنګ کړي دي.
لرغونپوهان وايي چې هلته ځينې راوتلي تاريخي شيان، ودانۍ او مجسمې له ۳۰۰۰ کلونو هم زاړه دي. اوس چې بارانونو ډيرې سیمې ځپلې دي، د هغو تاريخي ځايونو د خرابېدو په اړه هم اندېښنې زیاتې شوې دي.
د خیبر پښتونخوا حکومت او امنیتي ادارو لا د لټون عملیاتو رسمي اعلان نه دی کړی. د پاکستان حکومت په تېره مې مياشت کې د تحريک طالبان پاکستان سره د نامعلوم وخت لپاره اوربند وکړ.
د پوهنتون ویاند راجا عالمزېب د سېپټېمبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، په احتجاجونو کې هغه کسان ککړ دي چې په پوهنتون کې داخل نه دي او انتظامي چارو ته سیاسي رنګ ورکول غواړي.
په خيبر پښتونخوا کې د نرښځيانو د اتحادیې مشرې ارزو خان پر فېسبوک ليکلي چې د سپټمبر پر ۱۰مه د پېښور پر دلازاک سړک په شوې حمله کې ډولفېن ایان، نینا خان، ظهور او حسینه خان تر څنګ د هغوی ډرېور ژوبل شوی دی.
افغان کډوال په پاکستان کې د پي او ار کارډونو لرلو په اساس اوسيږي. په ۲۰۲۱ز کال (یو اېن اېچ سي ار) په پاکستان کې (نادرا) په مرسته کډوالو ته د سمارټ کارډونو ورکولو عمل پیل کړ چې په قانوني سند لرلو یې په ورځني ژوند کې ورته اسانتیاوې پیدا شي.
د سیمې یو ځايي خبریال د سېپټمبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، د تحصیل چیرمین صدام حسین خان بیټنی، تېرماښام، په یوه قافله کې روان وو چې د ټانک د ګل امام تاڼې سره نږدې دره کې پرې برید ترسره شوی دی.
د تيرا یو اوسيدونکي محمد عالم د سېپټېمبر په اتمه مشال رېډيو ته وويل، د دغو سيمو خلک وار له مخې ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو کې د پوځي عملياتو له کبله بې کوره شوي وو. نوموړی وايي، له هغو بې کوره شویو څخه يوازې پينځه فيصده خلک په روان ۲۰۲۲ کال کې خپلو کورونو ته ستانه شوي او نور لا هم د کډوالۍ ژوند تېروي.
په جنوبي وزیرستان کې د خير ښګېړې يوه غير حکومتي اداره واوا (واڼه وېلفير اېسوسي اېشن) وايی چې په واڼه او شاوخوا سيمو کې د اوبو د کمښت له امله شاوخوا ۴۵ فيصده باغونه او نږدې ۱۸
نور وښیئ