پوليسو دا ډاډ د سېپټېمبر پر ۲۰مه نېټه په یکه غونډ کې د پرانيستې غونډې (کهلي کچهري) کې له ملکانو سره د خبرو اترو پر مهال ورکړ.
تر دې وړاندې هغو ماشومانو ته دا واکسین ورکول کېدل چې عمرونه یې لږ تر لږه ۱۲ کاله ول.
یوشمېر زده کوونکو د سېټېمبر پر ۲۰مه نېټه د مظاهرې پر مهال غوښتنه وکړه چې په ښوونځي کې دې د استادانو حاضري باوري او نورې اسانتیاوې ورکړل شي.
د غورځنګ د کراچۍ مشر نورالله ترين د سېپټېمبر پر ۲۰مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې په څلورو مقدمو کې د علي وزیر ضمانت شوی او په دې لړ کې یې د قانوني ضرورتونو پوره کولو لپاره مچلکې د سېپټېمبر پر ۱۹مه جمع کړي چې ښايي عدالت يې نن په رسمي ډول تاييد کړي.
د جنوبي وزيرستان ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې دوه ورځې مخکې د تحريک طالبان پاکستان وسله والو پر يو جومات خپل بیرغ درولی وو چې وروسته امنيتي ځواکونو پر نېږدې غرونو مارټر ګولۍ ورولې.
جرګې ته د وینا په وخت د سیمې یو مخور ملک شاهین وويل چې په باجوړ کې داسې اوازې دي چې وسله وال بيا په منظمېدو دي. هغه له امنيتي ادارو وغوښتل چې هېڅوک بايد د امنيت خرابولو ته پرينږدي.
په سوات کې د هوټلونو د مالکانو اتحاديې مشر وکیل خان د سیپتمبر پر ۱۸مه مشال رېډیو ته وویل چې په سوات کې سېلابونو لارې خرابې کړې او هوټلونه وران کړي. د هغه په وينا د دې تر څنګ په وروستيو کې د ترهګرۍ پېښو هم سېلانيان زړه توري کړي دي.
ساحل ویلي دي چې معلومات یې د ۲۰۲۲ز کال له جنورۍ څخه تر جون پورې د پاکستان په ۸۱ لویو او وړو ورځپاڼو او رسنیو کې له خپرو شویو خبرونو ټول کړي دي.
د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر ۱۷مه وویل، د سوات په ګډون په ټول ملاکنډ ډېوېژن کې د امنیت ټینګښت لپاره اقدامات کوي.
نور وښیئ