د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي، په ملاکنډ ډویژن کې د وسله والو پرضد کارروايي کوي


د پېښور د قل اردو مشر ( کورکمانډر) جنرال سردار حسین اظهر حیات د سوات مشرانو ته ډاډ ورکړی چې په سیمه کې به امنیت خامخا تامینوي.
د پېښور د قل اردو مشر ( کورکمانډر) جنرال سردار حسین اظهر حیات د سوات مشرانو ته ډاډ ورکړی چې په سیمه کې به امنیت خامخا تامینوي.

د پېښور کور کمانډر ويلي چې ملاکنډ ډويژن کې به د شرخوښو پر ضد هرقسمه کارروايي کولی شي.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ايي اېس پي ار) د سېپټېمبر پر ۱۶مه په ټویټر ولیکل چې د پېښور کور کمانډر جنرال سردار حسین اظهر حیات په سوات کې د ځايي مشرانو د یوې جرګې سره لیدلي او هغوی له یې په سیمه کې د امنیت ډاډ ورکړی دی. په دې جرګه کې د مالاکنډ د کمېشنر په ګډون د سوات او بونیر څخه راغلیو مشرانو او سپین روبو هم ګډون درلود.

د پېښور کورکمانډر د سوات مشرانو سره لیدلي.
د پېښور کورکمانډر د سوات مشرانو سره لیدلي.

کور کمانډر پر دغه مهال وویل چې له وسله والو سره یې څه رقم معاهده نه ده کړې او دا خبره هم ناسمه ده چې ګینې له افغانستانه وسله وال د سولې د لوظنامې لاندې سوات ته راغلي دي. نوموړي په مشرانو غږ وکړ چې وسله والو ته دې پناه نه ورکوي او حکومتي عملداري به په هر حال قایمه ساتل کیږي.

بل پلو، د سوات په کبل تحصیل کې د سېپټېمبر پر ۱۶مه، سلګونو خلکو د امنیت د ټینګولو په خاطر لاریون او جلسه وکړه. په دې لاریون او جلسه کې ځايي خلکو، قامي مشرانو، د سیمې مخورو او همدا رنګه د سیاسي ګوندونو استازو برخه واخیسته. غونډې ته د صوبايي اسمبلۍ پخواني غړي رحمت علي، مخور مشر شیرشاه خان، د ځوانانو مشر فواد خان او نورو ویناوې وکړې.

دوی په خپلو خبرو کې وویل، په سوات کې د طالبانیت تېره دوره یې لیدلې چې پکې د سیمې خلک سخت اغېزمن شوي ول او دوی په هېڅ صورت دا نه غواړي چې سوات دې یو وارې بیا د وسله والو ډلو لاسو ته ورشي او خلک دې په کډو کولو مجبوره شي.

د کبل خلکو د سېپټېمبر پر ۱۶مه د لاریون په ترڅ کې له حکومته د امنیت د تامین غوښتنه کړې وه.
د کبل خلکو د سېپټېمبر پر ۱۶مه د لاریون په ترڅ کې له حکومته د امنیت د تامین غوښتنه کړې وه.

دا لاریون او غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په تېرو څو ورڅو کې په سوات کې د بدامنۍ په پېښو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

د سوات خلک د بدامنۍ وروستو پېښو اندېښمن کړي او د مظاهرو، لاریونونو، پرلتونو او غونډو دا لړۍ د سیمې د ځوانانو په نوښت پیل شوې چې ورته د اولسي پاڅون نوم ورکړل شوی دی.

پر دې سربېره د سوات قامي جرګې هم اعلان کړی دی چې د سېپټېمبر پر ۱۸مه نېټه به په مینګوره کې د امن لپاره جلسه کوي. دوی وايي، حکومت دې امنیت ټینګ کړي او د هدفي وژنو مخنیوی دې وکړي.

په سوات کې د تازه مظاهرو په اړه مو هڅه وکړه چې د پولیسو د مشر ډي پي او زاهد مروت نظر هم واخلو خو بریالي نه شو. خو بل پلو، حکومت وايي، د تحریک طالبان پاکستان سره یې اوربند لا هم په خپل حال دی.

د خیبر پښتونخوا په باجوړ، خیبر، مومندو، وزیرستان او نورو سیمو کې هم خلکو د امنیت د ټینګیدو لپاره په دې وروستیو کې مظاهرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG