د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان پرلتوال او چارواکي پر امنیتي کړنلارې سلا شوي


احتجاجي پرلت د جولای له ۱۷مې راهیسې روان دی - د جولای ۳۰مې انځور.
احتجاجي پرلت د جولای له ۱۷مې راهیسې روان دی - د جولای ۳۰مې انځور.

په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو پر ضد د اتمانزیو پرلتوالو او ضلعي انتظامیې تر منځ د امنیت ټینګولو په ډېرو خبرو موافقه شوې.

د پرلت یو منتظم احمد الدین مشال ریډیو ته وویل چې له حکومت او ضلعي انتظامیې چارواکو سره یې د سېپټېمبر پر ۱۵مه د خبرو اترو دویم پړاو کې د امنیت په ګډون په نورو غوښتنو اتفاق شوی دی.

هغه وايي:

"له مرکز نه چې کومه کمیټي جوړه شوې وه، موږ ته دوه وارې راغله، د مقامي یعني د ډویژن په کچه له چارواکو سره یې کېنولو. هغوی وویل چې کله تاسو ټولې مسئلې د افهام او تفهیم سره حل کړئ، په اخیري نشست کې به موږ درځو او باقاعده به لاسلیکونه وکړو. د اتمانزیو پرلتوالو مشران هیلمن دي چې مذاکرات ښه طرفته روان دي."

د اتمانزیو د پرلت مشرانو د سېپټېمبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، د خبرو اترو بله دوره به اتوار پر ورځ کېږي چې پکې به په پاتې نورو نکتو خبرې او د امنیت لپاره د کړنلارې پر طریقه کار خبرې کېږي.

په شمالي وزیرستان کې پرلت تر هغې وروسته پیل شو چې وسله والو د جولای پر ۱۴مه په میرلي کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند دوه سیاستوالان او دیني عالمان قاري سمیع الدین او قاري نعمان ووژل.

پرلتوال په سیمه کې د امنیت پوخ ډاډ، په پوځي کارروايي کې ځايي دوکاندارانو ته د اوښتي زیان د معاوضې ورکولو، تر څو کلونو پورې د وزیرستان سیمه د ټيکس فري زون ګرځولو، کسټم عمله له غلام خان نه میرلي کجورۍ ته د بدلولو تر څنګ نورې غوښتنې لري.

په شمالي وزیرستان کې یو پوځي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې حکومتي او انتظامي چارواکو پرلتوالو ته د امنیت د ټینګولو باور ورکړی. یاد چارواکي وویل، په سیمه کې یې د امنیت لپاره کارروايي تېزه کړې چې پکې د ګاډو پر تورو شیشو پابندي هم شامله ده. د هغه په خبره د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند د دوو سیاستوالانو او د وزیرستان د ځوانانو د سازمان د څلورو غړو، قاتلین یې وژلي او پنځه تورن کسان یې نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په هغه قبایلي ضلع کې د جولای له ۱۷مې راهیسې د هدفي وژنو ضد احتجاجي پرلت روان دی.

د اګست پر ۱۲مه په وفاقي اېتلافي حکومت کې د شاملو او ملګرو ګوندونو یوې جرګې له پرلتوالو سره خبرې وکړې چې پکې احتجاجیانو د امنیت په اړه لوړپوړو حکومتي چارواکو ته د هغوی د غوښتنو رسولو لپاره ۱۵ ورځې وخت ورکړ.

د هغه پرلت یو مشر حاجي احمد سعید وايي، احتجاج یې اوس د لښکر بڼه اخیستې ده چې د ضلعې په بېلابېلو ځایونو کې ناستې کوي. دی وايي، د امنیت په اړه یوشمېر غوښتنې داسې وې چې د شمالي وزیرستان د انتظامیې د واک له دایرې بهر دي.

سعید وايي، له حکومته یې غوښتنه کړې ده چې د وسله والو د لټون لپاره دې د چاپو پر مهال ځايي خلک نه ځوروي او بېګناه کسان به نه نیسي.

د پاکستان وفاقي حکومت د اګست پر ۱۰مه د وزیراعظم محمد شهباز شریف او په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو د مشر او جمعیت علمای اسلام (ف) د سیاستوال اکرم خان دراني تر ملاقات وروسته د پرلتوالو سره د خبرو لپاره د جرګې جوړولو اعلان کړی وو.

په وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې هدفي بريدونه او حملې زیاتې شوي دي چې ځايي ولس په خبره ناامنۍ او نورو پېښو اندېښمن کړي دي.

هلته د پاکستان پوځ د سېپټېمبر په لومړۍ اوونۍ کې وویل، په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال له مشکوکو وسله والو سره په نښته کې پینځه سرتېري او څلور وسله وال وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د سېپټېمبر پر پینځمه په بیان کې وویل، نښته هغه مهال وشوه چې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس په بویه سیمه کې د مشکوکو وسله والو پرضد عملیات کول.

په شمالي وزیرستان کې د زیاتره هدفي بريدونو ذمه وارۍ هېڅ وسله والې ډلې نه دي منلې او د پوليسو او پوځ له خوا د امنیت ټينګ ساتنې او د وسله والو د نيولو او وژلو پر وعدو سربېره هلته حملې دوام لري. ځايي ولس وايي هلته هدفي بريدونو او د ناامنۍ نورو پېښو اندېښمن کړي دي.

د شمالي وزيرستان ځايي خلک وايي چې هلته له ۲۰۱۸ز کال راهيسې هدفي وژنې کېږي. په هغه ضلع کې په هدفي بریدونو کې د ولسي وګړو په ګډون، سیاستوالان، دیني عالمان، قومي مخور او امنیتي سرتېري هم په نښه کېږي.

په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ عمليات وکړل او وروسته يې سيمه له وسله والو پاکه اعلان کړه خو شاوخوا څلور کاله مخکې د امنیت وضعیت بیا خراب شو.

XS
SM
MD
LG