د خيبر پښتونخوا په پېښور کې د قصابانو اتحاديه ادعا کوي چې په څارويو کې د لمپي سکېن ډېزېز په نوم د څرمنې ناروغۍ تر خپرېدو ورسته خلک له وېرې د غټې غوښې له خوړلو څخه ډده کوي.
ټولنه دعوه کوي چې د همدې له کبله يې کاروبار اغېزمن شوی او د قصابانو سلګونه دوکانونه تړل شوي دي.
خو حکومتي چارواکي د قصابیو (قصابخانو) د تړلو د ادعا تصديق نه کوي البته دا مني چې د څرمنې د وایرسي ناروغۍ د خپرېدو له کبله په خلکو کې د غوښو خوړلو رجحان کم شوی دی.
دا پر دې سربېره ده چې ډاکټران ټینګار کوي چې په هغې ناروغۍ د اخته څاروي د غوښې خوړلو یا شیدو استعمالولو له کبله انسانان نه ناروغه کېږي.
دوی زیاتوي چې دې ناروغۍ ته په طبي اصطلاح کې لمپي سکېن ډېزیز (د غوټو لرونکو یا لړمي څرمنې ناروغي) ویل کېږي چې پکې د غواګانو څرمن غوټې، غوټې کېږي یا په بله معنا، یو ډول دانې ورباندې راخېژي.
چارواکي وايي چې د ناورغۍ لومړۍ پېښې د روان ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې په سیند صوبه کې ثبت شوې وې چې وروسته یې په پنجاب، بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې هم غواګانې او غوایان ناروغه کړل.
د پېښور ډېوېژن د قصابانو اتحادیې جنرل سېکرټر حاجي نظر ګل د سېپټمېبر پر ۱۳مه نېټه مشال رېډیو ته وويل، له کله چې په څارويو کې د څرمنې نارغي خپره شوې د دوی په انګېرنه، په خلکو کې د غوښو خوړلو رجحان کم شوی دی.
دی دعوه کوي، همدا وجه ده چې د قصابانو کاروبار اغېزمن شوی او په سلګونه دوکانداران قصابیو بندولو ته اړ شوي دي.
د نوموړي په خبره، په پېښور کې د غوايي او مېښو د غوښې (غټې غوښې) شاوخوا ۱،۷۰۰ قصابخانې دي چې پکې دا مهال یوازې ۲۰۰ کاروبار کوي او پاتې ټولې تړل شوې دي. "په تړل شوې هره یوه قصابه کې به پینځه یا شپږ کسان په روزګار ول. په خلاصه قصابه کې به پخوا [دوکاندارانو] د ورځې د دوه یا دوه نيم لکو روپيو غوښه خرڅوله خو هغه اوس د ۴۰ یا ۵۰ زرو روپیو غوښه خرڅوي. چا چې به د ورځې ۱۰ څاروي حلالول هغه اوس يو یا دوه حلالوي."
يوه قصاب ارشد علي د سېپټېمبر پر ۱۳مه مشال رېډیو ته وويل چې انسانانو ته د څرمنې ناورغۍ د انتقالېدو د ګنګوسو له کبله چې خلک د وېرې ښکار شوي او کاروبار یې د ۵۰ او ۶۰ فیصده ترمینځ اغېزمن شوی دی. د ده په خبره، تر لوی اختر وروسته يې کاروبار نور هم کم شوی دی. "پخوا به ما ۱۵ یا ۱۶ څاروي حلالول خو اوس پینځه يا شپږ حلالوم. زموږ په سيمه کې ۸ [یا] ۱۰ قصابخانې بندې شوې دي."
چارواکي د دې تصديق نه کوي چې ګواکې په څارويو کې د څرمنې ناروغۍ له کبله قصابۍ بندې شوي البته دا مني چې په خلکو کې د غوښو خوړلو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
د خيبر پښتونخوا د څارويو چارو (لايو سټاک) ادارې مشر ډاکټر عالمزېب د سېپټېمبر پر ۱۳مه مشال رېډيو ته وويل چې د قبایلي ضلعو په ګډون په ټوله صوبه کې هر کال ۵۵ لکه څاروي حلالېږي البته ده دا و نه ويل چې د لمپي سکېن ناروغۍ د خپرېدو له کبله د څارويو حلالولو شمېر کم شوی او که نه؟
نوموړي زیاته کړه چې د لمپي سکېن ناروغۍ تر خپرېدو وروسته یې د خلکو اندېښنو کمولو لپاره د ولسي پوهاوي کیمپېن پیل کړی دی.
د ده په وینا، دوی له بېلابېلو لارې خلکو ته دا پېغام رسوي د څرمنې په ناروغۍ د اخته څارويو غوښې خوړل د انسانانو صحت ته هېڅ زیان نه رسوي.
لمپي سکېن ډېزیز څه ډول ناروغي ده؟
د جنوبي وزیرستان د څارویو سرکاري ډاکتر شعېب مسید وايي، په دې ناروغۍ کې د "مړینې شرح له ۵ څخه تر ۱۰ فیصده" پورې ده خو که د څاروي درملنه وشي نو تر "۱۰ ورځو پورې" رغېږي.
نوموړي د جون پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته ویلي ول چې ناروغه غواګانو ته د وایرسونو او بیکټېریا او همداراز، پړسوب ضد دواګانې ورکوي.
ډاکتر شعېب مسید وايي، دا ناروغي انسانانو یا نورو څارویو یا ځناورو ته نه خپرېږي بلکې یوازې د غواګانو او مېښو ناروغي ده. "لمپي سکېن ډېزیز یوازې د غواګانو او د مېښو بیماري ده. دا له یو خاص قسم وایرسه خپرېږي. علامات یې دا دي چې د غواګانو پر څرمن دانې راخېژي. پر سر یې هم دانې راخېژي او په شا یې هم وي. له دانو سره په غواګانو کې تبه هم زیاته وي چې له ۱۰۴ څخه تر ۱۰۶ درجې فارنهایټ [پورې وي]."
دی وايي، د ناروغۍ له وجې د غواګانو شیدې (پۍ) کمې شي خو په خبره یې، نورو څارویو لکه پسونو (ګډو) او بزو ته نه خپرېږي.
ډاکتر شعېب مسید وايي، د لړمي یا غوټې لرونکې څرمنې ناروغۍ وایرس غواګانو ته له یو خاص ډول کوني (وراسکې) انتقالېږي او بیا یې ناروغه کوي.
د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي، په تېرو میاشتو کې یې د څارویو د واکسینولو بهیر ته دوام ورکړی دی.