د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې وسله والو درې تنه وژلي دي


په شمالي وزیرستان کې د بدامني او هدفي وژنو پرضد په دې وروستيو مياشتو کې پرلتونه او جرګې هم شوې دي او له حکومت د امنيت پر ځای کولو غوښتي شوې دي.
په شمالي وزیرستان کې د بدامني او هدفي وژنو پرضد په دې وروستيو مياشتو کې پرلتونه او جرګې هم شوې دي او له حکومت د امنيت پر ځای کولو غوښتي شوې دي.

د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې نامعلومه وسله والو په هدفي بريد کې درې کسان وژلي دي.

په میرامشاه کې د پولیسو تاڼې او انتظامي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې دا هدفي برید د ډېسېمبر پر ۱۶مه ناوخته شوی دی.

ده وویل چې "پرون شپه د میر علي ټوچي خوړ پورې غاړه خدري سیمه کې وسله والو په ګاډي کې پر سپرو درې کسانو ډزې کړې دي چې له امله یې هغوی درې واړه پر هغه ځای وژل شوي دي."

ده وویل چې په دې پېښه کې وژل شوي دوه کسان د میرعلي اوسیدونکي دي چې کرم خان او یوسف خان نومیږي خو د دريم تن شناخت نه دی شوی.

د برید ذمه واري د دې خبر تر خپرېدو چا نه ده منلې.

پولیس او انتظامي چارواکي وايي چې د ډېسېمبر پر ۱۶مه د شپې د میر علي په حیدر خیلو کې هم وسله والو د یو ځايي کس رضوان خان پر کور ډزې کړې دي خو چا ته پکې زيان نه دی رسېدلی.

د حیدر خېلو یو مشر د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې څو ورځې وړاندې هم یادې کورنۍ ته وسله وال د شپې مهال ورغلي او ډزې يې پرې کړې وې او پر دې مهال یو وسله وال وژل شوی وو.

په شمالي وزیرستان کې له ډېرې مودې راهیسې حالات داسې دي چې زیاتره انتظامي‌ چارواکي او عام خلک د امنیتي اندېښنو له کبله په ډاګه خبرو کولو ته زړه نه ښه کوي.

هلته له کلونو راهیسې هدفي بریدونه روان دي. دا په شمالي وزیرستان کې په ۲۰۲۲م کال کې ۴۷ هدفي برید دی چې له ۶۰ زيات کسان پکې وژل شوي دي.

په وژل شويو کې ځايي مشران، سیاستوال، ځوانان، دیني عالمان او امنیتي سرتیري هم شامل دي.

د بنو پرلتوال وايي له حکومته د امنیت پوخ ضمانت غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:19 0:00

په شمالي وزیرستان کې د بدامني او هدفي وژنو پرضد په دې وروستيو مياشتو کې پرلتونه او جرګې هم شوې دي او له حکومت د امنيت پر ځای کولو غوښتي شوې دي.

خو پر دې سربېره نه یوازې په شمالي وزیرستان بلکې په نورو قبایلي ضلعو او د خیبر پښتونخوا په نورو ضلعو کې هم د بدامنۍ پېښې دوام لري.

هلته په پراخه کچه ولس احتجاجونه، لاریونونه او پرلتونه کړي‌ دي. دوی پر حکومت او امنیتي ادارو تور پورې کوي چې د وسله والو پر شتون او فعالیتونو یې سترګې پټې کړې دي.

خو حکومت او پولیسو په وار وار ویلي چې امنیت ته ژمن دي او د وسله والو پرضد عمليات دوام لري.

په خیبر پښتونخوا کې امنیتي حالات له هغه وروسته لا پسې خراب شوي چې تحریک طالبان پاکستان له پاکستاني حکومت سره اوربند پای ته رسولی دی.

تحریک طالبان پاکستان د ۲۰۲۲م کال د نومبر پر ۲۹مه د ډزبندۍ ختمولو اعلان او پر خپله وسله والو یې غږ وکړ چې بریدونه وکړي.

تحریک طالبان د نومبر پر ۲۹مه، رسنيو ته په استولي بیان کې چې مشال رېډیو ته هم ترلاسه شوی وو، د بريدونو وجه دا ښوولې چې په ادعا يې،"د پاکستان پوځ په لکي مروت او نورو سيمو کې د ډلې د غړو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی."

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۲م کال د جون له پیله د افغان طالبانو په منځګړتوب د خبرو اترو څو پړاونه ترسره کړي وو خو نتیجه یې ورنکړه.

XS
SM
MD
LG