د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پر ارمي پبلک سکول د برید اته کاله پوره شو


د پېښور پر ارمي پبلېک سکول د ۲۰۱۴م کال برید کې تر ۱۵۰ کسان وژل شوي ول چې زیاتره یې ماشومان ول، انځور له ارشیفه
د پېښور پر ارمي پبلېک سکول د ۲۰۱۴م کال برید کې تر ۱۵۰ کسان وژل شوي ول چې زیاتره یې ماشومان ول، انځور له ارشیفه

د پېښور پر ارمي پبلک سکول د هغه خونړي برید اته کاله پوره شو چې د لسګونه زده کوونکو په ګډون تر ۱۵۰ زیات کسان پکې وژل شوي وو.

د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه، د پېښور پر ارمي پبلېک سکول په وسله وال برید کې د ۱۳۲ ماشومانو په ګډون ۱۵۲ کسان وژل شوي ول او نژدې ۱۲۰ تنه ژوبل شوي وو چې زیاتره یې ماشومان وو.

تحریک طالبان پاکستان د هغه حملې ذمه واري منلې وه. هغې پېښې پاکستان لړزولی وو او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه یې غندنه شوې وه.

د پېښور پر ارمي پبلک سکول د برید د ورځې حالت څرک د مشال راډیو په دې لاندېنۍ ویډیو کې لګېدای شي.

د پېښور پر ښوونځي د طالبانو برید، ۱۲۶ کسان وژل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:51 0:00

د وژل شویو اتم تلین ولمانځل شو

د پېښور په ارمي پبلک سکول کې د وژل شویو ماشومانو ميندو پلرونو د ډېسېمبر پر ۱۵مه د هغه اتم تلین ولمانځی. دوی د پیښور له خيبر روډه تر ارمي پبلک سکوله لاریون وکړ او د وژل شویو په یاد کې یې شمعې بلې کړې .

په برید کې د وژل شوي زده کونکي محمد اسحاق او ژوبل زده کونکي محمد عامر پلار محمد امين مشال راډيو ته وويل چې تر اتو کالو تېريدو سربېره د دوی د بچیو قاتلان ازاد ګرځي.

نوموړي وویل، " پکار وه چې هغو کسانو استعفا ګانې ورکړې وې چې څوک ذمه وار وو ، څه شو هغه خلک چې زموږ د بچو په وژنه کې ککړ وو او ذمه وارۍ یې اخیستې وې."

بلخوا د پاکستان دولتي راډیو وايي، ولسمشر عارف علوي او وزیراعظم شهباز شریف د ترهګرۍ ګواښ په بشپړه توګه د ختمولو په لړ کې د پاكستان هوډ تکرار کړی دی.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پر ټویټر لیکلي چې د ډېسېمبر ۱۶مه په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد یو غږ کېدو ورځ ده.

نوموړي زیاته کړې چې دوی به د ماشومانو او هغوی کورنۍ هېرې نکړي او د ترهګرۍ ضد به مبارزې ته دوام ورکړي.

د پېښې د تلین په مناسبت ولسمشر عارف علوي په خپل پیغام کې ویلي چې د ترهګرۍ هيڅ عمل د دې کار خلاف د هېواد هوډ نه شي کمزوری کولای.

نوموړي وویل چې د ډېسېمبر ۱۶مه ټول قام ته د پېښې د شهيدانو د لويو قربانيو يادونه كوي. د ده په وینا، د پېښې اته کاله وروسته هم د پېښې یادونه د ټولو په زړونو کې تازه دي.

عارف علوي وويل دا ورځ نړيوالې ټولنې ته یوه یادګېرنه ورکوي چې ترهګري د ټولو ګډه ستونزه ده او له نړۍ څخه د ختمولو لپاره باید خپلې هڅې ګړندۍ کړو.

اخوا د خیبر پښتونخوا تعلیم محکمې د صوبې ټولو سکولونو ته هدایات جاري کړي چې د هغه خونړۍ پېښې په یاد کې غونډې او دعاوې وکړي.

د ارمي پبلیک سکول د پېښې وروسته پاکستان د ترهګرۍ پر ضد د نیشنل اېکشن پلان په نوم تګلاره اعلان کړه او د عملیاتو تر څنګ یې سلګونه تورن کسان په دار ورځړول چې ورباندې د هېواد دننه او بهر د بشري حقونو سازمانونو انتقاد وکړ.

د پاکستان حکومت وايي، د برید په تور یې په پوځي عدالتونو کې خلک سزا کړي. خو په دې اړه په سپریم کورټ کې هم مقدمه روانه ده.

بلخوا د وژل شويو زده کوونکو کورنۍ وايي چې لا هم د انصاف په تمه دي او هغه وخت به د "ریاست سنجېدګي‌" ومني چې د دوی په خوښه مقدمه درج شي.

د پاکستان ناقانونه ډلې تحريک طالبان پاکستان پخواني وياند احسان الله احسان د ۲۰۱۷م کال په اپرېل کې ځان د پاکستان پوځ ته حواله کړی وو او د خپلو جرمونو اعتراف يې هم کړی وو.

د ارمي پبلک سکول وژل شویو ماشومانو د خپلو خپلوانو لخوا جوړکړل تنظيم شهدا فورم غوښتنه کوي چې احسان الله احسان ته دې سخته سزا ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG