د لاسرسي ځای

تازه خبر

قومي مشران: له خيبر پښتونخوا سره دې د قبايلو انضمام ختم شي


د ډېسېمبر پر ۱۵مه د حیات اباد جرګې ته د بېلابېلو قبایلي ضلعو قومي مشران ورغلي ول.
د ډېسېمبر پر ۱۵مه د حیات اباد جرګې ته د بېلابېلو قبایلي ضلعو قومي مشران ورغلي ول.

د قبايلي ضلعو یوشمېر قومي مشرانو په پېښور کې په جرګه کې له حکومته غوښتنه کړې چې له خيبر پښتونخوا صوبې سره دې د قبايلو انضمام ختم کړي.

د ډېسېمبر پر ۱۵مه د پېښور د حيات اباد په تاتره پارک کې جرګې ته یو قومي مشر ملک خان مرجان وويل چې په صوبه په ورګدېدو یې څه ګټه نه ده کړې او مراعات یې ورځ تر بلې کمېږي نو ځکه دې دا فيصله واپس واخیستل شي.

هغه زیاته کړه چې "په خیبر پښتونخوا د [وفاق تر انتظام لاندې د قبایلي سیمو یا] فاټا ورګډېدو پرضد به خپله مبارزه جاري ساتو. اته سېنېټران او د قامي اسمبلۍ شپږ څوکۍ مو ختمې شوې. د پاکستان په تعلیمي ادارو کې د قبایلي زده کوونکو مخصوصه برخه ختمه شوه. اوس مو پر معدنیاتو او ځنګولونو قبضه روانه ده. سپریم کورټ راسره ژمنه کړې چې په دې لړ کې به لارجر بینچ (لویه جرګګۍ) جوړوي. په کار ده چې زموږ مقدمه رامخکې کړي."

په جرګه کې لسګونو کسانو برخه اخیستې وه او قومي مشران له بېلابېلو قبایلي ضلعو ورغلي ول.

د پاکستان پخواني حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې د اییني ترمیم له لارې قبايلي ضلعې له خيبر پښتونخوا سره يو ځای کړې او هلته یې نافذ فرنټییر کرایمز رېګولېشن (اېف سي ار) قانون ختم کړ.

هغه مهال حکومت ژمنه کړې وه چې تر ۱۰ کلونو پورې به قبايلي سيمو ته ځانګړي مراعات ورکوي چې هغه وروسته پاتې سیمې په خپلو پښو ودرېږي.

د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت ویلي دي چې په خیبر پښتونخوا د قبایلو د ورګډولو له اقدامه نه په شا کېږي. له دې پرته که حکومت د قبایلي سیمو پخوانی حیثیت بحالول غواړي نو بیا به په ایین کې ترمیم کوي او د دې کار لپاره په پارلېمان کې د ۶۶ فیصده استازو رایې په کار دي.

خو د حيات اباد په جرګه کې د مومندو يو مشر او د پوځ پخواني برېګېډییر سيد نذیر مومند وويل چې له خيبر پښتونخوا سره د قبايلو تړل سم کار نه وو او دا چې پخوانی "ازاد حیثیت" بهتر وو.

هغه زیاته کړه چې "د فاټا پخوانی حیثیت دې بحال شي او بیا یې که حیثیت بدلېږي، هغه دې زموږ په خوښه وي. زموږ خوښه ده چې کونسل جوړوو او که ځان له صوبه جوړوو."

په خیبر پښتونخوا کې د واکمن تحريک انصاف سیاستوال او په قامي اسمبلۍ کې د قبايلي او سرحدي چارو کمېټۍ پخوانی مشر اقبال اپرېدی د جرګې غوښتنې بې ځایه بولي.

هغه د ډېسېمبر پر ۱۵مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې په پخواني نظام کې ټول واک له پولېټيکل اېجنټ سره وو.

اپرېدي ادعا وکړه چې ځينې ملکان ځکه پخوانی حالت غواړي چې په هغه کې یې ګټه وه. "په پخواني اېف سي ار او پولېټیکل اېجنټ نظام کې د دې ملکانو او مشرانو مراعات ول نو ځکه دوی د فاټا انضمام مخالفت کوي. پخوا به ټول وسایل د دې ملکانو په لاس کې ول او عام ولس ته یې ګټه نه وه. موږ اوس تر هغې نظام لاندې راغلي یو چې په ټول ملک کې دی. موږ یو ځل بیا دې ته نه یو تیار چې عدالتونه بیرته لاړ شي او دا بیا 'علاقه غیر' شي. د ضلعي نظام ګټې به په مرحله واره توګه قبایلو ته ملاو شي."

XS
SM
MD
LG