د فاټا پر اييني حېثيت د قبايلو پر منتخب پارلماني غړيو او سياستوالو سربېره د فاټا ولس په يوه خله نه دي. ځينې فاټا په خېبر پښتونخوا ورګډول غواړي او ځينې نور بيا غواړي چې فاټا ته دې ځانله د صوبې حېثيت ورکړل شي.
د پېښور هایکورټ د خیبر پښتونخوا له حکومته په قبایلي سیمو کې د عدالتي بنسټ د رغولو لپاره د ۱۳ و اربو روپو غوښتنه کړې ده. مشال راډیو ته په رارسیدلي راپور کې ویل شوي چې د ۱۳ و اربو روپو په کومک به په اوو واړو قبایلي سیمو او ۴۲ تحصیلونو کې عدالتي ودانۍ جوړول کېږي. همدا رنګه د نویو قاضیانو او نورې عملې
د قبایلي سیمو زده کونکیو او د بیلا بیلو اتحادیو غړیو حکومت ته وخت ورکړی چې که زر تر زره یې فاټا اصلاحات عملي نه کړل نو یو وار بیا به تحریک پیل کړي او په اسلام اباد کې به احتجاجي ناسته وکړي.
اسفند يار خان ولي وويل چې تر راتلونکيو ټولټاکنو له مخه بايد د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د قبايلي سيمو څوکۍ مالومي شي.
د جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، فاټا ګرېنډ الاينس او فاټا سپريم کونسل له خوا په اسلام اباد کې د قبايلي سيمو په خېبر پښتونوخوا کې په ممکنه توګه د ورګډولو پرضد احتجاج روان دی.
د احتجاج پيلولو فيصله د شنبې (خالي) پر ورځ په اسلام اباد کې د تحريک انصاف مشر عمران خان په مشرۍ په شوې غونډه کې وشوه.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وايي، هغه سیمې چې پاکستان ګڼل کېږي په هغه کې د پښتنو قبایلي سیمې [فاټا] نه دي شاملې. محمود خان اڅکزي د پنجشنبې یا زیارت پر ورځ د پاکستان قامي اسمبلۍ
سېنېټر سجاد توري په سياسي ګوندونو انتقاد وکړ چې په اسمبلۍ کې ددنه فاټا اصلاحاتو ته خاصه پاملرنه نه کوي.
لاریون د یکشنبې ماسپښين يوه بجه له خېبر اېجنسۍ روان شو او د ډېسېمبر پر ۱۲مه به اسلام اباد ته رسي. د دې ګوند مشران وايي، په لومړي پړاو کې به په پېښور کې مرکز اسلامي ته ځي او
جنرال عبدالقادر بلوڅ ويلي چې د خېبر پښتونخوا ګورنر به د ايف سي ار ختمولو په اړه د پاکستان ولسمشر ته قانوني مسوده د لاسليک لپاره لېږي.
د دې جرګې مشرانو او غړو مشال راډیو ته وویل، د پنجشنبې یا زیارت پر ورځ په ملاقات کې ورته عباسي ډاډ ورکړ چې د ۲۰۱۸ز کال تر پارلېماني انتخاباتو مخکې به د قبایلو اصلاحات عملي کول پیل کړي.
ځېني پخواني پولېټیکل اېجنټان هم د پارلېماني غړو او مشرانو په څېر د قبايلي سېمو د راتلونکي حيثيت په اړه وېشل شوي دي او بېلا بېل نظرونه لري. ځینې یې وايي په قبایلي سیمو کې اوسنی نظام یو استحصالي نظام دی او وخت رارسېدلی چې اوس باید بدلون ومومي خو ځینې نور بیا له دې نظر سره همغږي نه دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته