د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبايلو ځوانانو د سېنېټ له مشره د فاټا اصلاحاتو غوښتنه وکړه


د فاټا ځوانان له صادق سنجراني سره د ملاقات پر مهال
د فاټا ځوانان له صادق سنجراني سره د ملاقات پر مهال

د فاټا ځوانانو یوې ډلې د پاکستان سېنټ له مشر صادق سنجراني څخه غوښتنه کړې چې سېنېټ کې دې د فاټا اصلاحاتو بل وړاندې کړي. دغو ځوانانو د جمعې په مازیګر ناوخته له نوموړي سره په اسلام اباد کې د سېنېټ په ودانۍ کې ملاقات وکړ.

پر دې موقع د ډلې غړیو د سېنېټ له مشر څخه غوښتنه وکړه چې په جنورۍ میاشت کې له قامي اسمبلۍ څخه منظور شوې د فاټا اصلاحاتو قانوني مسوده دې له سېنېټ څخه هم منظور کړل شي چې دا ډول د فاټا اوسېدونکو ته په سپریم کورټ او های کورټ کې د اپیل حق ترلاسه شي.

ځوانانو غوښتنه وکړه چې د سېنېټ په راتلونکې غونډه کې دې د فاټا اصلاحاتو قانوني مسوده وړاندې کړي

په دې اړه له مشال راډیو سره په خبرو کې د جرګې یو غړي فرهاد علي وویل چې هغوی له صادق سنجراني څخه غوښتنه وکړه چې د سېنېټ په راتلونکې غونډه کې دې د فاټا اصلاحاتو قانوني مسوده وړاندې کړي. د نوموړي په وينا سنجراني باور ورکړ چې په دې لړ کې به د فاټا له سېنېټرانو سره ليده کاته کوي او د قانوني مسودې د منظورۍ لپاره به هڅه کوي.

خبريال او د فاټا د چارو شنونکی شمس مومند وايي هغه فکر نه کوي چې ټول سېنېټران دې له ښاغلي سنجراني سره د فاټا اصلاحاتو خبره ومني ځکه چې یوازې د قبایلو سېنېټران هم پر فاټا اصلاحاتو په يو نظر نه دي. نوموړی زياتوي د سېنېټ اوسنی مشر له يو سياسي ګوند سره تعلق نه لري او هغه د يو ازاد کانديد په توګه بريالی شوی دی نو د هغه باور ورکول به زيات اغېز ونه لري.

که د پاکستان په موجوده حکومت کې د فاټا اصلاحاتو قانوني مسوده له سېنېټ څخه منظور نه شوه نو د نوي حکومت په جوړېدو سره به د قامي اسمبلۍ د منظور شوي قانوي مسودې حېثيت ختم شي او دا به یو وارې بیا له نوې اسمبلۍ څخه منظورېږي.

د فاټا پر راتلونکي اييني حېثيت د قبايلو پر منتخب پارلماني غړيو او سياستوالو سربېره د فاټا ولس په يوه خله نه دي.

په دا وروستيو کې د یادې جرګې غړیو د پاکستان له وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي، د پوځ له مشر جنرل قمر جاوید باجوه، د قامي اسمبلۍ له سپیکر او ځينو نورو سیاسي مشرانو سره لیده کاته کړي دي چې مقصد يي فاټا اصلاحات عملي کول او ولاړ خنډونه له منځه وړل دي.

د فاټا پر راتلونکي اييني حېثيت د قبايلو پر منتخب پارلماني غړيو او سياستوالو سربېره د فاټا ولس په يوه خله نه دي. ځينې فاټا په خېبر پښتونخوا ورګډول غواړي او ځينې نور بيا غواړي چې فاټا ته دې ځانله د صوبې حېثيت ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG