د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلو ته د عدالتونو پر غځولو څومره خرچه راځي؟


د پاکستان ستره محکمه
د پاکستان ستره محکمه

پراګ ـ د پېښور هایکورټ د خیبر پښتونخوا له حکومته په قبایلي سیمو کې د عدالتي بنسټ د رغولو لپاره د ۱۳ و اربو روپو غوښتنه کړې ده.

مشال راډیو د یکشنبې په ورځ یو لیک ترلاسه کړی چې پکې له صوبايي حکومت نه دغه غوښتنه شوې ده. خو د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی قانوني سلاکار عارف یوسف پرون مشال راډیو ته وویل چې تر اوسه هایکورټ ته د دغو پیسو د ورکولو په اړه کومه پرېکړه نهایي شوې نه ده.

((تر اوسه موږ په دې اړه کومه پرېکړه نه ده کړې. زما په خیال قبایلي سیمې تر اوسه د وفاق تر واک لاندې دي، نو که مرکز هلته څه ډول بنسټونه جوړول غواړي نو پکار ده چې خپله دغه پیسې ورکړي او یا دې هم صوبې ته د پیسو خواست وکړي.))

خو مشال راډیو ته په رارسیدلي راپور کې ویل شوي چې د ۱۳ و اربو روپو په کومک به په اوو واړو قبایلي سیمو او ۴۲ تحصیلونو کې عدالتي ودانۍ جوړول کېږي. همدا رنګه د نویو قاضیانو او نورې عملې د تنخاګانو لپاره به هم دا پیسې کارول کېږی.

د پاکستان پخواني لوی څارنوال قاضي انور مشال راډیو ته وویل چې د پیسو په معامله، قبایلي سیمو ته د هایکورټ د واک د غځولو بهیر ټکنی کېدای شي.

((که صوبايي حکومت ووايي چې موږ سره دغه پیسې نشته نو بیا به یې څوک ورکوي؟ زما په خیال انصاف تر ودانیو پورې نه دي محدودول پکار، دا د قبایلي اولس حق دی چې عدالتونو ته لاس رسی ولري.))

د پیښور هايکورټ يو وکيل شهاب الدین خټک وايي چې په قبایلي سیمو کې د عدالتونو بنسټونه جوړول د مرکز او صوبې دواړو مسولیت دی. نوموړی وايي د مالي مرستو چمتو کول د مرکزي حکومت کار دی او له دې وجې باید قبایلي سیمو ته د هایکورټ د واک د غځولو بهیر د ځنډ ښکار نه شي.

د جنورۍ په ۱۲ مه د پاکستان قامي اسمبلۍ قبایلي سیمو ته د هایکورټ او سپریم کورټ د واک د غځولو منظوري ورکړې وه. ټاکل شوې وه چې د فبرورۍ په ۱۲ مه په سینیټ کې دا بیل د بحث او منظورۍ لپاره وړاندې شوی وای خو په سینیټ کې د حکومتي غړو مشر یا قاید ایوان راجه ظفرالحق وايي د فبرورۍ د ۱۲ مې په غونډه کې فاټا ته د عدالتي واک د غځولو بیل ځکه نه وړاندې نه شو چې د عاصمه جهانګیر او سینیټر سیف الله بنګش د مړینې له وجې غونډه یوازې تعزیتي حده پورې محدوده وه.

دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې به ورځ د پېښور په نشتر هال کې د یوې غونډې پر مهال د قبایلي سیمو زده کونکیو او د بیلا بیلو اتحادیو غړیو وویل، که د فاټا اصلاحالت زر عملي نه شول نو یو وار بیا به تحریک پیل کړي او په اسلام اباد کې به پرلت وغځوي.

XS
SM
MD
LG