د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: په خیبر پښتونخوا د قبایلو ورګډولو ضد غونډه روانه ده


اسلام اباد - د جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، فاټا ګرېنډ الاينس او فاټا سپريم کونسل له خوا په اسلام اباد کې د قبايلي سيمو په خېبر پښتونوخوا کې په ممکنه توګه د ورګډولو پرضد احتجاج روان دی.

د جمعیت علماء اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان تر څنګ یو شمېر پارلماني غړي ، سیاسي او قبایلي مشران غونډې ته رسېدلي دي.

د سېفران وزیر مملکت غالب خان مشال راډیو ته ویلي چې حکومت په قبایلي اصلاحاتو کې سنجیده دی او راتلونکې کال په پیل کې به دغه اصلاحات عملي کوي

جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان ډله ،پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د قبایلي سیمو یو شمېر قبایلي او سیاسي مشران د دې مخالف دي چې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شاملې شي.

دوي وايي ، د قبایلي سیمو د راتلونکي آییني حثیت بدلولو په اړه دې تر هر ډول پرېکړه وړاندې د یادو سیمو له ولس څخه د ټول پوښتنې له لارې رایه واخیستل شي.

فاټا ګرېنډ الاينس او فاټا سپريم کونسل بيا غوښتنه کوي چې قبایلي سیمې دې یا جلا صوبه شي يا دې د کونسل حېثيت ورکړل شي.

بل پلو ځينې سياسي ګوندونه ، ډلې، مشران او د ځوانانو سازمانونه بیا غوښتنه کوي چې فاټا دې په خېبر پښتونخوا ورګډه کړل شي.

دواړه غاړې له څو میاشتو راهسې یو په بل پسې ټول ګوندیزې غونډې ، لاریونونه او احتجاجي مظاهرې کوي.

د پاکستان مرکزي حکومت وايي ، دوی دې ته ژمن دي چې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا کې شاملې کړي خو د دوی په وینا دا اوږد بهیر دی او وخت به اخلي.

د اپوزېشن ګوندونه پر حکومت تور پورې کوي چې د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په عملي کولو کې له ځنډه کار اخلي.

XS
SM
MD
LG