اسلام اباد - د قبایلي سیمو د زده کوونکو او ځوانانو جرګې له وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره لیدلي.
د دې جرګې مشرانو او غړو مشال راډیو ته وویل، د پنجشنبې یا زیارت پر ورځ په ملاقات کې ورته عباسي ډاډ ورکړ چې د ۲۰۱۸ز کال تر پارلېماني انتخاباتو مخکې به د قبایلو اصلاحات عملي کول پیل کړي.
دوی وايي، د پاکستان له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره یې لیدلي او غواړي په څو ورځو کې د پوځ له مشرانو سره هم وویني.
د قبایلي زده کوونکو د فورم مشر فرهاد علي وايي، له وزیراعظم عباسي څخه یې غوښتي چې تر راتلونکو انتخاباتو مخکې قبایل په خیبر پښتونخوا ورګډ کړي، اېف سي ار قانون ختم کړي، په قامي مالیاتي کمېشن کې د قبایلو لپاره پیسې بېلې کړي او قبایلو ته دې د پاکستان اییني او قانوني دایره او جوړښتونه وغځوي.
علي وايي، له وزیراعظمه یې وغوښتل چې انتخاباتو ته شپږ میاشتې پاتې دي نو دا کارونه دې وکړي.
د قبایلي زده کوونکو او ځوانانو جرګې ویلي، وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ورسره هوکړه کړې چې غوښتنې به عملي کوي.
په پاکستان کې د قبایلي سیمو د اصلاحاتو موضوع لانجمنه ده. یو شمېر قبایلي مشران، پارلېماني غړي او سیاسي ګوندونه د هغو سیمو په خیبر پښتونخوا د ورګډولو غوښتنه کوي خو ځېنې نور مشران، پارلېماني غړي او سیاسي ګوندونه یې مخالفت کوي.
د پاکستان حکومت په بیا بیا ویلي چې د قبایلي سیمو په ((قامي بهیر)) د ورګډولو پر ژمنې کار کوي خو وايي، دا عمل ښايي پینځه کاله وخت واخلي.