د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاګونه

وبښئ، دلته ۲۹ اکتوبر هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.

سه شنبه ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۲

مجید بابر مشال راډيو

پراګ: ته به يو واري بيا راپاڅې. بيا به د پښتون وطن د سردرو د ښکلاګانو خبرې کوې. بيا به د ايلم د غره په سر د علم د رڼا ټپه پورته کوې. بيا به د آمو سیند پر غاړه له همځولو سره يو ځای د اتڼونو خبرې کوې.

ملالي--------

ستا په تورو سترګو کې چې د امیدونو کومې ډیوې بلې دي ، هغه هیڅوک هم ... حتا چې د تيرو علمبردار ، د ټوپک خاوندان ، دوه مخي سیاستوال، د اسلام په نوم د کاروباري ادارو سوداګران، هم نه شي مړې کولای.

ته به راپاڅې. ته به بيا لوپټه په سر د پښتون کلتور، د انا ادې، د ميوند د ملالې، د شباني، د غزالې، د هسک خيبر د فريدې اپريدۍ، د کاينات او شازيیي د زړه آواز جوړيږې.

ضياء لدینه ( د ملالې پلار ) د رسنيو له لاري خبر شوم چې تا ویلي دي چې نوري ؛ ملالي ؛ نه شي قربانولای.
ولي نه؟

د ايلم د غره په سر د ملالې ټپه به هيره کړې. د هغې د تورو سترګو د بلو ډيوو باتې به مړې کړې. د شباني، د غزالې، د فريدې اپریدۍ، د بخت زمینې، او د مينا ويني سره به بي وفایي ته تيار شي. ګمان مې نه شي.

ضياء لدینه د ملالې دې چی په کومو ليکو او خبرو تر بيت کړی دی هغه به عام کوي، هغه به د پښتون وطن هرې کوڅې، هر ې درې، او هر ګودر ته رسوې.

غلط شومه..........

ګودرونه خو د تيارو علمبردارو ، او د ټوپک خاوندانو ويجاړ کړي دي، لارې او کوڅې یې هم نيولي دي.

بس څه و کړه نو ..............

چې یو څو نورې ملالې له آمو نه تر اټکه او زيږیږې نو بيا به د ټوپک خاوندان تور مخي کېږی، بيا به د قرآن د غلطې تشريح په شا پټيږي، بيا به وضاحتونه کوي. بيا به ورته ځان ډير وړوکی ښکاریږی. بيا به د نړۍ والو طاقتونو د دوه مخې تګ لارې پلمه جوړوي.


ملالي راپاڅه، د کتابونو بسته دې په شا کړه، د علم رڼا خوره کړه ، او هر دوه مخي سياستوالو، څيړونکو او خبر يالانو ته وويايه چې ته اميد یې ته رڼا یې او ته د پښتون وطن د ښکالاګانو زيری يي،

ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ



شاهین بونیری مشال راډيو

ملاله یوسفزۍ د پښتونخوا په جنګ ځپلي سیمه د امن او رڼا زیرۍ دی. ملاله هغه ننګیالۍ جینۍ ده چې کله په سوات د تورو تیارو بادشاهي وه نو دې پکې د روښانه سباون خبرې کولې ــــــــ کله چې د ظلم او زور بازار ګرم وو، نو ملالې به ویل سوات د امن ځانګو ده ، د بدها کور دی ، ملالې د ظلم پرضد خلکو ته د اودریدو چل ښودلو.

په کال ۲۰۰۷م کې ما ملاله په وړومبي ځل ولیده، د لسو یوولسو کاله یوه ښایسته ماشومه ـــ په سترګو کې يې د رڼا خوبونه ځلیدل، په خبرو کې يي باور وو، احساس وو او خپل منزل ته د رسیدو پوخ یقین. ملالې په سټیج باندې د ماشومانو په یوه غونډه کې د یوې کلیوالې جینۍ کردار لوبولو، ماشومه وه خو پوهیده چې یوه پښتنه جینۍ څنګه ناسته پاسته کوي، څنګه خبرې کوي او څنګه د خپل بابا د پټکي د شان خیال ساتي.

د ملالې د کور سره نیزدې ګیرچاپیره د بدها تاریخي اثار دي ، هغه بدها چې د سوات ګلورینه دره یې د مینې او امن د پیغام مرکز ګرځولی وو، هغه بدها چې د فکر رڼا يي له سواته تر چین او بیا د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسیده. هغه بدها چې یو ستره مجسمه یې په ۲۰۰۸ م کال په جهان اباد کې د وسله والو له خوا په بمونو والوزول شوه.

ملالې ته خپل پلار ضیاء الدین یوسفزي د بدها د مینې او امن پیغام ټکي په ټکي یاد کړی دی، هغې ته يي ښودلي چې د ژوند د ښایسته کولو او د تیارو د ماتې لپاره د رڼا په راز پوهیدل لازمي دي. او ملالې دغه سبق یاد کړی هم وو او عملي کړی يې هم دی .

ملاله تش په نوم ملاله نه ده، په زړه او روح ملاله ده. هغه چې ګویانه وه نو د تیارو ملګري يې په زغل کړي وو، هغه چې نن د مرګ او ژوند په برید ولاړه ده نو د تیارو وکیلان د سر پټولو ځای نه مومي ـــــ د هغې اواز ټوله نړۍ له خوبه رابیداره کړې ده، له مالاکنډه تر سپین غره، تر اروپا او امریکا او تر افریقا یو غږ دی او یو اواز دی ــــــــــ چې د نړۍ د سوکالۍ او خوشحالۍ لپاره ظلم ته ظلم او تیارې ته د تیارې ویلو نه بغیر بله کومه لار نشته.

اوس قافلې دې بې خطره درومي
موږه په لاره مشالونه کېښـــــــــول

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG