ملګري ملتونه وايي تمه ده چې په ۲۰۲۵ کال کې به دوه ميليونه افغانان له ايران او ۱.۶ ميليونه له پاکستانه، افغانستان ته ستانه شي.
د ملګرو ملتونو د صحت نړیوالې ادارې د مې په پينځمه نېټه خپاره کړي راپور کې ويلي چې د اپريل تر ۲۶مې پورې ۱۹۰۰۰۰ (يو لاک نوي زره)، افغان کډوال له پاکستان او ايرانه، افغانستان ته ستانه شوي دي. د هغې ادارې په وينا افغانستان ته په ننوتونکو ځينو مرکزي لارو کې یې روغتيايي ډلې ناستې دي او ورتلونکو کډوالو سره د دوایانو او واکسینو مرسته کوي.
د صحت نړيوالې ادارې ويلي چې د خپلو کوښښونو باوجود هم کډوال نورو ډېرو مرستو ته ضرورت لري. هغې ادارې زیاته کړې چې دوی د خدماتو رسولو لپاره نړيوالو مرستو ته اړتيا لري.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د اپرېل له پیل راهیسې د افغانانو ستنولو ته دوام ورکړی دی. وفاقي حکومت وايي، لسګونه زره بې اسناده او افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکي افغانان یې هېواد ته لېږدولي دي. په پاکستان کې د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډ لرونکو ته په خپله خوښه د هېواد د پرېښودو ضرب الاجل (مهلت) د مارچ پر ۳۱مه پای ته ورسېد. چارواکو تر دې وروسته د اپرېل پر درېیمه هېواد ته د بې اسناده او افغان تابعیت کارډ لرونکو د لېږدولو دویم پړاو پیل کړ.
د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول. بلخوا هلته څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مهاجرت (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډونه هم لري.
اسلام اباد وايي چې د مهاجرت کارډ لرونکي افغان کډوال د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې په پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني جواز لري. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې، د مهاجرت نړیوال سازمان، د بشري حقونو کمېشن او د بخښنې نړيوال سازمان په ګډون د حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ او په هغه هېواد کې د افغان کډوالو مشرانو په تېرو میاشتو کې څو ځلې د افغانانو پر ایستلو اندېښنه ښوولې او له حکومته یې غوښتي دي چې افغانان دې په زور نه ستنوي.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۵ز کال په اپرېل کې د کډوالو د ایستلو دویم پړاو تر پیلېدو پورې له ۸۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته لېږدولي ول. د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهالي حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شو.