شاهین بونیری مشال راډيو
ملاله یوسفزۍ د پښتونخوا په جنګ ځپلي سیمه د امن او رڼا زیرۍ دی. ملاله هغه ننګیالۍ جینۍ ده چې کله په سوات د تورو تیارو بادشاهي وه نو دې پکې د روښانه سباون خبرې کولې ــــــــ کله چې د ظلم او زور بازار ګرم وو، نو ملالې به ویل سوات د امن ځانګو ده ، د بدها کور دی ، ملالې د ظلم پرضد خلکو ته د اودریدو چل ښودلو.
په کال ۲۰۰۷م کې ما ملاله په وړومبي ځل ولیده، د لسو یوولسو کاله یوه ښایسته ماشومه ـــ په سترګو کې يې د رڼا خوبونه ځلیدل، په خبرو کې يي باور وو، احساس وو او خپل منزل ته د رسیدو پوخ یقین. ملالې په سټیج باندې د ماشومانو په یوه غونډه کې د یوې کلیوالې جینۍ کردار لوبولو، ماشومه وه خو پوهیده چې یوه پښتنه جینۍ څنګه ناسته پاسته کوي، څنګه خبرې کوي او څنګه د خپل بابا د پټکي د شان خیال ساتي.
د ملالې د کور سره نیزدې ګیرچاپیره د بدها تاریخي اثار دي ، هغه بدها چې د سوات ګلورینه دره یې د مینې او امن د پیغام مرکز ګرځولی وو، هغه بدها چې د فکر رڼا يي له سواته تر چین او بیا د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسیده. هغه بدها چې یو ستره مجسمه یې په ۲۰۰۸ م کال په جهان اباد کې د وسله والو له خوا په بمونو والوزول شوه.
ملالې ته خپل پلار ضیاء الدین یوسفزي د بدها د مینې او امن پیغام ټکي په ټکي یاد کړی دی، هغې ته يي ښودلي چې د ژوند د ښایسته کولو او د تیارو د ماتې لپاره د رڼا په راز پوهیدل لازمي دي. او ملالې دغه سبق یاد کړی هم وو او عملي کړی يې هم دی .
ملاله تش په نوم ملاله نه ده، په زړه او روح ملاله ده. هغه چې ګویانه وه نو د تیارو ملګري يې په زغل کړي وو، هغه چې نن د مرګ او ژوند په برید ولاړه ده نو د تیارو وکیلان د سر پټولو ځای نه مومي ـــــ د هغې اواز ټوله نړۍ له خوبه رابیداره کړې ده، له مالاکنډه تر سپین غره، تر اروپا او امریکا او تر افریقا یو غږ دی او یو اواز دی ــــــــــ چې د نړۍ د سوکالۍ او خوشحالۍ لپاره ظلم ته ظلم او تیارې ته د تیارې ویلو نه بغیر بله کومه لار نشته.
اوس قافلې دې بې خطره درومي
موږه په لاره مشالونه کېښـــــــــول