د هند د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړي چارواکي د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره پر سیاسي، سوداګریزو، ټرانزېټ چارو او سیمه ییزو حالاتو خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۲۸مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې عمومي رییس آنند پرکاش د اپرېل پر ۲۷مه په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره ولیدل.
بیان وايي، متقي له نوموړي سره په خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمینځ د "ډېپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار" وکړ او و یې ویل چې هندي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
بیان وايي، متقي له پرکاشه وغوښتل چې نوی دلی دې د افغانستان او هند ترمینځ د خلکو د "تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې" برابرې کړي او د "سوداګرو په شمول دې ناروغانو او محصلینو ته د ویزو ورکړه عادي حالت" ته وګرځوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت بیان کاږي چې پرکاش له متقي سره په خبرو کې له افغانستان سره اړیکې "مهمې" وبللې او د نورو پراخولو هیله یې وښوده.
وزارت د نوموړي له خولې وايي چې هند له "افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام" ورکوي، په "ځینو زېربنايي (انفراسټرکچر) پروژو کې" پانګونه کول غواړي او داراز، له ځنډ سره مخامخ پروژې هم بیا پیلوي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت لا د پرکاش او متقي د ملاقات په اړه څه نه دي ویلي.
آنند پرکاش پر داسې مهال کابل ته تللی دی د نوي دلي تر واک لاندې په کشمیر کې تر خونړي برید وروسته د پاکستان او هند ترمینځ ترینګلتیا زیاته شوې ده او په تېرو ورځو کې یې پر پوله د ځواکونو ترمینځ ډزې هم شوې دي.
هند په پهلګام کې د اپرېل ۲۲مې پېښه یو "ترهګر برید" بللی او پر پاکستان یې د "ترهګرو د ملاتړ" تور پورې کړی دی.
اسلام اباد په برید کې د ۲۵ هنديو او یو نیپالي سیلاني پر وژنه او د ۱۷ کسانو پر ژوبلېدو "اندېښنه" ښوولې، پکې یې د ککړتیا تور رد کړی او له هنده یې د شواهدو غوښتنه کړې ده.
د کشمیر مقاومت، چې د مقاومت جبهه هم بلل کېږي، په نوم یوې کمې پېژندل شوې ډلې د حملې ذمه واري منلې ده.
نوي دلي تر حملې یوه ورځ وروسته د اباسین اوبو موافقې ځنډولو او د پولې تړلو په ګډون له خپل ګاونډي سره د ډېپلوماټیکو تعلقاتو سطح ټیټه کړه.
د دې په غبرګون کې اسلام اباد هم له هند سره د ډېپلوماټیکو اړیکو کچ ټیټ کړ، ورسره یې سوداګري ودروله او د خپلې خاورې له لارې یې د هند او نورو هېوادونو تجارت هم وځنډاوه. اسلام اباد داراز، د هندیو الوتکو او هوايي شرکتونو پر مخ یې خپل فضايي حریم وتاړه. پاکستان داراز ویلي، حق لري چې له هند سره د شملې موافقې په ګډون ټولې موافقې وځنډوي.
د پاکستان له لارې له نورو هېوادونو سره د هند سوداګرۍ درېدو له کبله افغان سوداګر هم اغېزمنېږي. د افغانستاند سوداګرۍ خونه وايي چې د واګې بندر له تړلو سره یې صادرات (برامدات) زیانمنېږي.
د هند په ګډون د نړۍ هېڅ یو هېواد لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو له چارواکو سره یې راشه درشه لري.
تر دې مخکې، د هند د بهرنیو چارو وزارت سېکرټر وېکرم مېشري د ۲۰۲۵ز کال په جنورۍ کې په متحده عربي اماراتو کې له امیر خان متقي سره لیدلي ول او ورسره یې له افغانستان سره د بشري مرستو، پرمختیايي چارو او دوه اړخیزه سوداګرۍ په ګډون پر یوشمېر موضوعاتو خبرې کړې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي ول چې نوي دلي په افغانستان کې د پرمختیايي چارو اړتیا ته په پام پرېکړه کړې چې د بشري مرستو تر څنګ په "نېږدې راتلونکې کې" هلته پرمختیايي چارې هم پیل کړي.
په ۲۰۲۱ز کال کې چې طالبانو کابل ونیوه نو هند هلته خپل سفارت بند کړ خو له ۲۰۲۲ز کال راهیسې یې په سفارت کې یوه تخنیکي ډله ساتلې چې وضعیت څاري او بشري مرستې همغږې کوي.
له دې پرته نوي دلي د ۲۰۲۴ز کال په نومبر کې په ممبۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ چارې د طالبانو حکومت ته وسپارلې چې تر هغې وروسته طالبانو هلته خپل ناظم الامور (شارژدافېیر) وټاکه او د پاسپورټونو د وېش لړۍ یې هم پیل کړه.
د هند په ګډون د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.