د مهاجرت نړیوال سازمان (ای او اېم) ویلي دي چې د اپرېل له څلورمې راهیسې یې تر اوسه له پاکستانه ایستل شوي شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ کسان ثبت کړي دي.
د سازمان د افغانستان څانګې د اپرېل پر ۲۸مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي، کاري ډلې یې د بشري مرستو له "شریکانو" سره ورستنېدونکو افغانانو ته "بیړنۍ مرستې" او نورې اسانتیاوې برابروي.
د مهاجرت نړیوال سازمان په بیان کې زیاته کړې چې د کډوالو "اړتیاوې په چټکۍ" د زیاتېدو په حال کې دي نو ځکه "لا زیاتو سرچینو ته بیړنۍ اړتیا" لري.
د ملګرو ملتونو هغه سازمان په تورخم او چمن کې دفترونه پرانیستي دي او له پاکستانه ایستل شوي افغانان ثبتوي او ورته بیړنۍ مرستې او خدمات وړاندې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولنې د ولسي وګړو د خوندیتوب او د بشري مرستو چارو دفتر تېره اونۍ له پاکستانه له ایستل کېدونکو افغانانو سره د مرستو په موخه د سره صلیب او سرې میاشتې د ټولنو نړیوال فېډراسیون ته د ۲۵۰،۰۰۰ یورو ورکولو اعلان وکړ.
د هغه دفتر مشر اندریاس پاپاکونستانتینو د اپرېل پر ۲۴مه په پېښور کې د خیبر پښتونخوا له مشر یا چیف سېکرټر سره او بله ورځ یې هلته له مېشتو افغانانو سره ولیدل.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) خبر ورکړی وو چې چې د جاپان حکومت په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د مرستو لپاره درې مېلیونه ډالر ورکړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د اپرېل له پیل راهیسې د افغانانو ستنولو ته دوام ورکړی دی. وفاقي حکومت وايي، لسګونه زره بې اسناده او افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکي افغانان یې هېواد ته لېږدولي دي.
په تېرو اونیو کې ګڼو افغانانو مشال راډیو ته ویلي دي چې له پاکستانه د ایستل کېدو پر مهال په لاره کې له بېلابېلو مشکلاتو او کړاوونو سره مخامخېږي. له پنجاب او سینده ایستل شوي افغانان داراز د چارواکو د ناسمې رویې شکایت هم کوي.
خو د پاکستان چارواکو تر دې وړاندې هم له افغانانو سره د ناسم چلند تورونه رد کړي ول او ويلي يې ول چې ټول کډوال په "پوره درناوي" ستنوي.
داراز، په وروستیو کې کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر تر سفر وروسته د طالبانو حکومت وویل چې اسلام اباد د افغان کډوالو د ستونزو هواري او د هغوی د "شکایتونو اورېدو" لپاره د "جدي اقداماتو" کولو ژمنه کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د اپرېل پر ۲۰مه له خپل پاکستاني سیال او د هغه هېواد د وزیراعظم له مرستیال محمد اسحاق ډار سره ټېلېفوني خبري وکړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر دې یوه ورځ وروسته پر خپله ووبپاڼه په بیان کې وویل، ډار متقي ته خبر ورکړ چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د افغان کډوالو د ستونزو د حل کولو لپاره "کنټرول خونه" ایجادوي او د هغوی د شکایتونو اورېدو لپاره ځانګړې ټېلېفوني شمېرې هم فعالوي.
اسحاق ډار د اپرېل پر ۱۹مه په یو ورځني سفر کابل ته تللی وو او هلته یې د متقي تر څنګ د طالبانو د حکومت له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره ولیدل.
متقي په کابل کې له ډار سره د پلاويو پر کچ د ليدنې پر مهال په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت او جبري اخراج "ژوره اندېښنه او خواشیني" څرګنده کړې وه.
خو د پاکستان حکومت وايي، د افغانانو ایستلو ته ژمن دی او دا کار د ملي امنیت په ګټه بولي.
په پاکستان کې د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډ لرونکو ته په خپله خوښه د هېواد د پرېښودو ضرب الاجل (مهلت) د مارچ پر ۳۱مه پای ته ورسېد. چارواکو تر دې وروسته د اپرېل پر درېیمه هېواد ته د بې اسناده او افغان تابعیت کارډ لرونکو د لېږدولو دویم پړاو پیل کړ.
د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري.
هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.
بلخوا هلته څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مهاجرت (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډونه هم لري.
اسلام اباد وايي چې د مهاجرت کارډ لرونکي افغان کډوال د ۲۰۲۵ز کال د جون تر ۳۰مې په پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني جواز لري.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې، د مهاجرت نړیوال سازمان، د بشري حقونو کمېشن او د بخښنې نړيوال سازمان په ګډون د حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ او په هغه هېواد کې د افغان کډوالو مشرانو په تېرو میاشتو کې څو ځلې د افغانانو پر ایستلو اندېښنه ښوولې او له حکومته یې غوښتي دي چې افغانان دې په زور نه ستنوي.
پاکستان د ۲۰۲۳ز کال له نومبر څخه د ۲۰۲۵ز کال په اپرېل کې د کډوالو د ایستلو دویم پړاو تر پیلېدو پورې له ۸۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته لېږدولي ول.
د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهالي حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شو.