د افغانستان په خوست او ننګرهار ولایتونو کې د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې درې ماشومان وژل شوي او نهه تنه ژوبل دي.
په خوست کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند مستغفر ګربز د اګست پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، "د پاکستان د پوځ بې پیلوټه الوتکو" د اګست ۲۷مې پر ماخوستن د سپېرې ولسوالۍ په سور کاخ کې د یو ځايي اوسېدونکي حاجي نعیم ګل پر کور برید کړی دی.
دی وايي، "په برید کې د حاجي نعیم ګل د کورنۍ درې تنه ماشومان شهیدان شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون پینځه تنه نور ټپیان شوي دي."
د پاکستان حکومت لا په خوست کې د برید په اړه رسماً څه نه دي ویلي.
ګربز وايي، ژوبل کسان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
دی زیاتوي چې ګل شخصي کاروبار لري او له "هېڅ ډلې سره تړاو نه لري."
د سیمې اوسېدونکو، چې د ځینو حساسیتونو له وجې یې د نومونو نه خپرولو غوښتنه وکړه، هم مشال راډیو ته وویل چې په برید کې د یو "ولسي وګړي" کور په نخښه شوی چې په سیمه کې "شخصي کاروبار" لري.
تر دې مخکې د طالبانو سیمه ییزو سرچینو، چې نه یې غوښتل نومونه یې یاد شي، د اګست پر ۲۸مه مشال راډیو ته یوازې ډرون حمله تایید کړې وه.
البته پژواک خبري اژانس د طالبانو د حکومت د "یوې باوري سرچینې" او طلوع نیوز ټېلېوېژن د یوې ځايي سرچینې په حواله ویلي ول چې په برید کې د یوې کورنۍ درې ماشومان وژل شوي او یوشمېر کسان ژوبل شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، د طالبانو امنیتي چارواکي او سرتېري تر پېښې وروسته ورغلل، سیمه یې کلا بنده کړه او چا ته هلته د تګ اجازه نه ورکوله.
په همدې حال کې پژواک اژانس او هشت صبح رسنۍ په ننګرهار کې د طالبانو د والي د دفتر په حواله ویلي چې د اګست پر ۲۷مه ماخوستن مهال "د شینوارو ولسوالۍ په ۲۸مه ویاله" کې هم ډرون بریدونه شوي دي.
د والي دفتر په بیان کې ویلي، په "دوو ډرون" حملو کې د "یو بې وزله، ولسي وګړي کور" په نخښه شوی چې پکې درې ماشومان او یوه ښځه ژوبله شوې ده.
بیان وايي، ژوبل کسان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضع یې ښه ده.
د والي دفتر په بیان کې دا نه دي ویلي چې حمله چا کړې ده.
البته په تېرو کلونو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو د افغانستان په جنوب ختیزو او ختیزو ولایتونو کې له ډېورنډ کرښې سره پر پرتو ولسوالیو څو ځلې بمبارۍ کړې دي.
د ۲۰۲۴ز کال د ډېسېمبر په پای کې د پاکستان الوتکو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې بمباري وکړه چې پکې د طالبانو د حکومت په وینا، ۵۶ تنه ووژل شول. طالبانو هغه بمباري غندلې وه او دا کار یې "وحشیانه" بللی وو، خو اسلام اباد ویلي ول چې په برید کې یې "ترهګرې ډلې" په نخښه کړې وې.
پاکستان د تېر کال په مارچ کې په پکتيکا او د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې په خوست او کونړ کې بمبارۍ کړې وې چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
د پاکستان پوځ او حکومت اکثر تور پورې کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې وسلوال په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه پر پاکستان حملې کوي.
خو د طالبانو حکومت په بیا بیا دا تور رد کړی او وايي هېڅ وسلوالې ډلې ته یې په افغانستان کې پټنځای نه دی ورکړی او ټینګار کوي چې د هغه هېواد خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.
اخوا تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورې ډلې هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او بل ځای پټنځایونو ته اړتیا نه لري.