د پاکستان یوې کارخانې تر ۵۰ کلن بندیز وروسته د شرابو صادرولو جواز ترلاسه کړی
د راولپېنډۍ مري بروري کارخانه په ۱۸۶۰ز کال کې د هند پر نیمه وچه د برېتانیا د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې وه. هغې فابریکې د پاکستان تر جوړېدو وروسته څو لسیزې الکول یا شراب خرڅول خو بیا حکومت د شرابو پر پلور او پلور بندیز ولګاوه. البته اوس ورته حکومت بهرنیو هېوادونو ته شرابو د صادرولو جواز یا لایسنس ورکړی دی او په دې توګه یې شاوخوا ۵۰ کلن بندیز ختم کړ. تفصیل د اې اېف پي له ویډیو په جوړ رپورټ کې.