د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: پاکستان د یوې اونۍ په موده کې تر ۱۳،۰۰۰ زیات افغانان نیولي دي

تازه شو

یوه افغانه کورنۍ په چمن کې هېواد ته د ستنېدو لپاره په ټرک کې انتظار باسي - د نومبر اوومې انځور.
یوه افغانه کورنۍ په چمن کې هېواد ته د ستنېدو لپاره په ټرک کې انتظار باسي - د نومبر اوومې انځور.

د ملګرو ملتونو دوو ادارو ویلي دي چې د پاکستان حکومت د نومبر په پیل کې د یوې اونۍ په موده کې تر ۱۳،۰۰۰ زیات افغانان نیولي او په حراستخانو کې ساتلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) او د مهاجرت نړیوال سازمان (ای او اېم) د نومبر پر ۱۴مه په ګډ راپور کې ویلي دي چې د روانې میاشتې له دویمې څخه تر اتمې پورې په پاکستان کې ټول "۱۳،۳۸۰ افغانان ونیول" شول چې دا شمېر "تر دې د مخکینۍ اونۍ پرتله ۷۲ سلنه زیاتوالی" ښيي.

د ملګرو ملتونو هغه ادارې وايي، په نیولیو او بندي شویو کې یې "۷۶ سلنه افغان تابعیت کارډ لرونکي او بې اسناده" وګړي او پاتې یې د یو اېن اېچ سي ار د مهاجرت (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډ لرونکي ول.

راپور وايي، له هغو کسانو څخه یې "۴۳ فیصده په پنجاب، ۴۱ سلنه په بلوچستان" او نور د پاکستان په مختلفو برخو کې نیول شوي او په حراست کې ساتل شوي دي.

یو اېن اېچ سي ار او د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، زیاتره کسان په حراست کې تر ساتلو وروسته هېواد ته لېږدول کېږي.

دواړو ادارو په خپل راپور کې ویلي دي چې په پاکستان کې د افغانانو د حراست مرکزونو او لنډمهالو کیمپونو ته پوره لاسرسی نه لري، نو ځکه ډېری معلومات له ستنېدونکو افغانانو ترلاسه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او ایران له ۲۰۲۳ز کال راهیسې د افغانانو ایستلو ته زور ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي چارو ادارې (یو اېن ډي پي) د نومبر پر ۱۲مه په خپل رپورټ کې وویل، په ۲۰۲۵ز کال کې تر ۲.۳ مېلیونه زیات افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.

یو اېن ډي پي وايي، له ایران او افغانستانه اکثره ستانه شوي خلک پیسې، سرپناه، کار او اسناد نه لري.

تر یو اېن ډي پي څو ورځې مخکې یو اېن اېچ سي ار هم ویلي ول چې په زور هېواد ته په لېږدول شویو افغانانو کې یې زیاتره له مناسبې مرستې او سرپناه بې برخې دي.

شاکر: پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې بې سارې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:18:12 0:00

د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو او مرستندویه چارو نړیوالو سازمانونو تر دې مخکې هم په بیا بیا پر پاکستان او ایران غږ کړی دی چې د افغانانو له جبري اخراجه دې ډډه وکړي.

داراز، د طالبانو حکومت هم له دواړو هېوادونو غوښتي دي چې افغانان دې په تدریجي ډول خپل هېواد ته ولېږدوي.

تهران او اسلام اباد د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو پر اندېښنو او د طالبانو د حکومت پر غوښتنو سربېره د افغانانو ایستلو ته دوام ورکړی دی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي.

پاکستان د روان کال د اګست په پیل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د مهاجرت کارډ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) لرونکو ته د میاشتې تر پای پورې د هېواد پرېښودو سپارښتنه وکړه. تر دې وروسته حکومت د سېپټېمبر له لومړۍ څخه د هغوی د ستنولو بهیر پیل کړ.

یو اېن اېچ سي ار وايي، په پاکستان کې څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان پي او ار کارډرونه لري.

داراز، له سږني اپرېل راهیسې له پاکستانه د بې اسناده او د افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکو هېواد ته د لېږدولو دویم پړاو هم دوام لري. د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسانو د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ورستنېدونکو چارو وزارت سږ کال د جولای په پیل کې وویل، ایران، پاکستان او ترکیې څه باندې دوه مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.

اړوند

XS
SM
MD
LG