د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د وژل شویو وکیلانو د نهم تلین په مناسبت غونډې کېږي


په کوټه کې یوشمېر کسانو پر دېوال د وژل شویو وکیلانو انځورونه ځړولي او په یاد کې یې شمعې بلوي - انځور له ارشیفه.
په کوټه کې یوشمېر کسانو پر دېوال د وژل شویو وکیلانو انځورونه ځړولي او په یاد کې یې شمعې بلوي - انځور له ارشیفه.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د وژل شویو لسګونو وکیلانو د نهم تلین په مناسبت بېلابېلې غونډې کېږي.

په دې لړ کې د اګست اوومې پر ماښام شهید باز محمد کاکړ فاونډېشن یا بنسټ په کوټه کې تلینغونډه وکړه چې ورته د عوامي نیشنل ګوند د مشر اېمل ولي خان په ګډون د بېلابېلو ګوندونو سیاستوالان، د وکیلانو استازي او د ۲۰۱۶ز کال د اګست اتمې په برید کې د وژل شویو خپلوان ورغلي ول.

د بنسټ مشر ډاکتر لال کاکړ مشال راډیو ته وویل، هر کال "د اګست اتمې د شهیدانو" تلین په خورا درناوي لمانځي.

د پاکستان د وکیلانو ټولنې غړي منیر کاکړ مشال راډیو ته وویل، هغه ځانمرګي برید په صوبه کې د وکالت څانګې ته لوی زیان ورساوه.

په هغه بريد کې داسې قانونپوهان هم ووژل وشول چې د وکالت د څو لسيزو تجربه یې لرله او پکې هغه ځوانان هم شامل ول چې له ښه تعليمي ادارو څخه يې زده کړې کړي وي.

د ۲۰۱۶ز کال د اګست پر اتمه ګڼ وکیلان د خپل یو ملګري تر ویشتل کېدو وروسته د کوټې سېول روغتون ته ورغلل چې ځانمرګی برید وشو چې پکې د ۵۶ وکیلانو او دوو خبریالانو په ګډون ۷۳ تنه وژل شوي ول.

د هغه برید ذمه واري له تحریک طالبان پاکستانه (ټي ټي پي) جلا شوې ډلې جماعت الاحرار منلې وه.

د پاکستان د هغه وخت حکومت د پېښې د پلټنو لپاره د سپریم کورټ د هغه مهال د جج قاضي فایز عیسا په مشرۍ یو عدالتي کمېشن جوړ کړې وو.

هغه کمېشن د ۱۱۰ پاڼو یو تفصیلي رپورټ تیار کړی وو او د هغې پېښې لامل یې د امنیتي ادارو غفلت یاد کړی وو چې حکومت رد کړی وو.

د وژل شویو د کورنیو غړو او د وکیلانو ټولنو په تېرو کلونو کې په بیا بیا له دولت (ریاست) څخه په برید کې د ککړو کسانو د معلومولو او سزا کولو غوښتنې کړې دي خو حکومت وايي، په حمله کې یې ککړ ټول وسلوال وژلي دي.

په کوټه کې د وژل شویو وکیلانو نهم تلین پر داسې مهال لمانځل کېږي چې په تېرو څلورو کلونو کې په بلوچستان کې امنیتي وضع خورا خرابه شوې ده او په جولای کې په هغه صوبه کې یوشمېر حملې وشوې چې پکې د پوځ او پولیسو د افسرانو په ګډون یوشمېر سرتېري او ولسي وګړي ووژل شول.

د بلوچستان حکومت د اګست پر اوومه د "امنیتي اندېښنو" له کبله د کوټې په ګډون په ټوله صوبه کې د میاشتې تر پای پورې د موبایل ټېلېفون انټرنېټي خدماتو تړلو اعلان وکړ.

د پاکستان چارواکي وخت په وخت د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د هېواد په مختلفو برخو کې انټرنېټ او ټېلېفوني شبکې تړي او وايي، د دې موخه د ناامنۍ او د وسلوالو د فعالیتونو مخه نیول دي.

چارواکي وايي، وسلوالې ډلې د حملو د پلانولو او داراز، د رېموټ کنټرول بمي بریدونو لپاره د موبایل ټېلېفون شبکه او انټرنېټ کاروي.

XS
SM
MD
LG