پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
د طالبانو حکومتي ویاند ویلي دي چې "ځانګړو ځواکونو" یې د هغو وسلوالو پرضد له "تېرې یوې اونۍ" راهیسې عملیات پیل کړي ول. دی وايي، د طالبانو سرتېرو د اکتوبر پر ۲۰مه د غور په مرکز پورې په تړلې سیمه مارکو کې د داعش د خراسان څانګې پر پټنځي عملیات وکړل چې پکې د ډلې "مشر او يو بل مهم کس ووژل" شول.
حکومت د ترمیم لپاره په سېنېټ کې له ۹۶ څخه د ۶۴ غړو رایو ته اړتیا لرله. د اکتوبر ۲۰مې په غونډه کې د مسودې په حق کې ۶۵ او په مخالفت کې یې څلورو استازو رایې ورکړې چې ورسره بېل منظور شو.
په غزه تړانګه کې د حماس مرستیال مشر خلیل الحیه، چې د دې ډلې مشر مرکچي هم دی، د اکتوبر پر ۱۸مه د اسراییلو راپورونه تایید کړل چې سنوار په غزه کې د يوې ټېلېويژني وینا پر مهال ووژل شو. سنوار په هغه وينا کې له اسراییلو یې وغوښتل چې خپله جګړه پای ته ورسوي او له غزې خپل ځواکونه وباسي.
د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر اسراییل کتڅ وویل چې د نوموړي وژنه به د پاتې یرغمل شویو احتمالي خلاصون ته لاره برابره کړي او داسې بدلون به راولي چې په غزې تړانګه کې به له حماس او د ایران له نفوذ پرته د "نوي واقعیت" سبب شي.
د غونډې ګډونوالو له "محافظتي اقداماتو، یو اړخیزو بندیزونو او سوداګریزو محدودیتونو" سره مخالفت وښود چې په وينا يې، "ګڼ اړخیز سوداګریز نظام کمزوری کوي او د پایداره یا دوامداره نړیوال پرمختګ مخه نيسي."
د پاکستان د پنجاب اعلاوزیره وايي چې په ژمي کې د لوګجنې لړې د مخنیوي لپاره له هند سره د خبرو اړتیا ده او د اب و هوا یا اقلیمي ډېپلوماسۍ غوښتنه کوي. نوموړې دا خبره پر داسې مهال کړې ده چې د هند په پنجاب کې کروندګر په مني کې په پټیو کې د بوټو پاتې شوني سوځوي. په دې اړه د رویټرز له ويډیوګانو جوړ رپورټ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیان زیاتوي چې چینايي وزیراعظم به د اکتوبر له ۱۴مې څخه تر ۱۷مې پورې د سفر پر مهال د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون ترڅنګ له ولسمشر اصف علي زرداري، پارلېماني مشرانو او پوځي مشرتابه سره هم وګوري.
پشتین وویل چې د تېرو دوو لسیزو پر مهال په لسګونو زره پښتنو ته مرګژوبله واوښته او لوی زیانونه یې ولیدل، نو ځکه اړینه ده چې په جرګه کې د خپل راتلونکي ژوند په اړه په یووالي پرېکړه وکړي.
یو خبریال چې له ګنډه پوره وپوښتل چې وفاقي حکومت خو پر پي ټي اېم بندیز لګولی دی نو اوس څنګه جرګه کولای شي، نو نوموړي په ځواب کې وویل چې "کله جرګه کېږي نو بندیز معنا نه لري."
په بوسنیا کې تر سختو ورښتونو وروسته سېلابونو لږ تر لږه ۱۹ تنه وژلي او بېخبنا او ودانیو ته یې لوی زیان اړولی دی. د هغه هېواد اوسېدونکي وايي چې دا په تېرو شاوخوا څلورو لسیزو کې تر ټولو لوی سېلاب وو. د مشال راډیو د بالکان څانګې له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم نه خپرولو غوښتنه وکړه، مشال راډیو ته د هغه فرمان نقل استولی او کره والی یې تایید کړی دی.
د "پي ټي اېم اپډېټس" په نوم پر فېسبوک له جوړې شوې پاڼې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو فعال د هغې صحنې ژوندۍ ويډيو خپره کړې چې ظاهراً پکې ښکاري چې پوليس د پي ټي اېم پر غړو اوښلن ګيس کاروي او د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.
په نیپال کې تر سختو ورښتونو وروسته سېلابونو تر ۱۹۰ زیات کسان وژلي او د پلازمېنې کټمنډو په ګډون یې یوشمېر سیمې ځپلې دي. چارواکي وايي چې وروستیو ورښتونو رېکارډونه مات کړي دي. د کټمنډو اوسېدونکي وايي، تر دې مخکې یې دومره لوی سېلاب نه وو لیدلی. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
په جنوبي امریکايي هېواد اېکواډور کې یو شوقي په سلګونو جوړې بوټان ساتلي دي. په هغو کې د نړۍ د لویو جنايي ډلو د غړو، فلمي ستورو، هنرمندانو او لوبغاړو بوټان شامل دي. ااېستېبان دېل هییېرو وايي چې هره جوړه بوټان د هغو انسانانو د ژوند د قدم په قدم پرمختګ ښکارندويي کوي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
د مرکزي اروپا په څلورو هېوادونو، چېک جمهوریت، پولینډ، اتریش او المان کې تر سختو ورښتونو وروسته سېلابونو یوشمېر سیمې ځپلې دي. چارواکو په چېک جمهوریت او پولینډ کې په زرګونو وګړي خوندي ځایونو ته انتقال کړي دي. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د سوریې (شام) شمال ختیز ولایت حسکه پخوا د مڼو او انګورو خورا زیات حاصلات لرل خو اوس د سیمې یوازینی سیند تقریباً وچ شوی دی چې له وجې یې د مېوو پیداوار زښت کم شوی دی. د هغه ولایت ډېری کروندګر خپلې راتلونکې ته اندېښمن دي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
جنرال شریف چودري وویل چې د پاکستان پوځ د "ترهګرۍ تر ختمولو پورې" خپلو "هڅو ته دوام" ورکوي. ده د چا نوم وانخیست خو و یې ویل چې بهرني عناصر وسلوال تمویولوي او په حملو کې لاس لري. په وروستیو کې وسلوالو د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې پراخې حملې وکړې.
دا د روسیې د شمالي اوسېتیا په بېسلان کې په ۲۰۰۴ز کال کې په ښوونځي کې تر عامه وژنې وروسته د واقعیتونو یوه نا ویلې قصه ده. د سېپټېمبر پر لومړۍ د ښوونځي د عامه وژنې ۲۰م تلین دی. د مستندو فلمونو جوړوونکی دېمېتري بېلیاکوف په دې ویډیو کې د کرګیېفا قصه کوي.
په پاکستان کې کاروباریانو خبرداری ورکړی دی چې د انټرنېټ رفتار کمېدو او ورباندې محدویتونه ناوړه اقتصادي پایلې لري. سازمانونه او فعالان وايي چې حکومت د انټرنېټ او ټولنیزو شبکو د کنټرولو هڅې کوي. خو د مخابراتو اداره په سمندرګي کې د تار خرابېدل د انټرنېټي رفتار کمېدو لامل بولي. ویډیويي رپورټ.
د خیبر پښتونخوا او سیند حکومتونه د بیزو تڼاکو (اېم پاکس) ناروغۍ د مخنیوي لپاره اقدامات کوي. چارواکو د منکيپاکس وایرس مشکوکو ناروغانو لپاره د پېښور په پولیس لاینز او لېډي رېډنګ روغتونونو کې څانګې ځانګړې کړې دي. نور د رویټرز او اې اېف پي له ویډیوګانو په جوړ رپورټ.
نور وښیئ