غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر میا افتخار حسین وايي، وفاقي او صوبايي حکومت د ناامنۍ ختمولو ته جدي نه دي نو ځکه د وسلوالو فعالیتونه لا په زیاتېدو دي. په همدې حال کې اعلاوزیر علي امین ګنډه پور ویلي، د پولیسو د وړتیاوو زیاتولو لپاره یې په بودیجه کې پیسې اېښې دي. تفصیل په دې رپورټ کې.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ناحکومتي ادارې په خپاره کړي تازه رپورټ کې ویلي چې په دې ملک کې د وسله والو بریدونو پنځه فیصده زیات شوي دي.
د خيبر پښتونخوا د صنعتونو ادارې ويلي دي چې په هغه صوبه کې له ۲۰۰ زيات صنعتونه د بجلۍ او ګېس د ستونزو او ځینو نورو مشکلاتو له امله بند شوي دي.
د بشري حقونو خپلواک کمېشن پر مخ ليکي: "ځایي اوسېدونکي ادعا کوي چې عام خلک په دغسې پېښو کې د تصادفي زیان ښکار کېږي. اېچ ار سي پي د دغو تکرارېدونکو پېښو د ژر او شفافو پلټنو غوښتنه کوي او له رياسته غواړي چې په جنګ ځپلو سیمو کې د ولسي خلکو ساتنه لومړیتوب وګرځوي."
د پولیو مخنیوي ادارې پر فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې دا کيمپېن به د مې تر ۳۰مې دوام وکړي چې پر مهال به يې د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي څه باندې ۴۵ مېلیونه ماشومان واکسینوي.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر دې وړاندې په بلوچستان صوبه کې د ولسي جرګې په نوم د غونډو لړۍ پیل کړې وه. دوی په دغو غونډو کې په پښتون مېشتو سیمو کې د بدامنۍ د ختمولو، په خپلو وسایلو د پښتون ولس د واک او د ولس د خراب اقتصاد اړوند بحثونه ترسره کېږي.
د پي ټي اېم یو مخکښ فعال او د علي وزير نېږدې ملګري بادشاه پشتین د اپرېل پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې وزیر "د پښتورګو، د وينې فشار او شکر (شوګر) ناروغۍ" لري او په وروستيو کې د "زړه" ناروغي هم ورته پيدا شوې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې د خیبر پښتونخوا پر طبیعي سرچینو واک "یوازې د ولس او د صوبې د منتخبو استازو" دی او هېڅ "وفاقي ادارې یا بیوروکراسۍ ته یې د کنټرولولو اجازه نه شي ورکولای."
په یوه خبرپاڼه کې چې د مارچ پر ۲۸مه د وزیراعلی علي امین ګنډه پور له دفتره خپره شوې او مشال راډیو سره هم شریکه شوې راغلې دي
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان مرکزي حکومت په هغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته د روانې مارچ مياشتې تر ۳۱مې نېټې پورې وخت ورکړی دی چې په رضاکارانه توګه دې خپل هېواد ته ستانه شي، کنه نو تر هغې وروسته به په زوره وايستل شي.
د مارچ پر اوومه ولسمشر ته په لیکلي لیک کې اېمل ولي خان لیکلي چې په خیبر پښتونخوا او په بلوچستان صوبو کې د وسلوالو فعالیتونه زیات شوي دي چې پکې ولس ته په زیاته کچه مرګژوبله اوړي
کونډي د فبرورۍ پر ۲۵مه په ګورنر هاوس کې په خپل کوربه توب د خيبر پښتونخوا د منتخبو بلدياتي استازو د ستونزو په اړه وربلل شوې غونډې (کنوېنشن) ته په وينا کې وويل چې په وفاق کې هم له چارواکو سره د صوبې د بلدياتي استازو ستونزې شريکوي.
دا څرګندونې هغوی د فېبرورۍ پر ۲۳مه د پېښور په ګورنر هاوس کې د “کسان کنوېنشن” په نوم غونډې ته په ويناو کې کړې دي
د اسمبلۍ استازو د فبرورۍ پر ۲۰مه، د درخواست دایرولو پر وخت مشال راډیو ته وویل چې د نوي مالي کال له پیلېدو راهیسې شاوخوا اته میاشتې تېرې شوې خو حکومت ورته د اړینو کارونو لپاره پیسې نه ورکوي. د اسمبلۍ یو غړي ملک طارق اعوان وویل چې د حلقې خلک ورڅخه د کارونو پوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ، په پېښور پریس کلب کې د انقلابي سټوډنټس ارګنایزیشن تر سیوري لاندې، د تعلیمي ادارو د زده کوونکو د سیاسي تنظیمونو پر بندیز د احتجاج لپاره یو سیمنار وشو.
د اسمبلۍ تر غونډې وروسته له باجوړه د صوبايي اسمبلۍ غړي انور زېب خان مشال راډيو ته وويل، د قبايلي سيمو په خيبر پښتونخوا صوبه کې تر ګډېدو وروسته هلته د پرمختيايي کارونو ټول واک له صوبايي حکومت سره دی. د ده په خبره د وفاق لخوا ياده کمېټۍ اعلانول غير قانوني ګام دی.
د کورمې یو شمېر سني مشرانو بیا د ممکنه پوځي عملیاتو مخالفت کړی دی او دا یې "یو اړخیز ګام بللی دی."
نور وښیئ