د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوز دیر کې د وسلوالو په ډزو د اېف سي ۷ سرتېري وژل شوي ۱۳ ژوبل دي


په بر دیر کې امنیتي سرتېري تر برید وروسته له یوې پوستې سره ولاړ دي - انځور له ارشیفه
په بر دیر کې امنیتي سرتېري تر برید وروسته له یوې پوستې سره ولاړ دي - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا د کوز دیر پولیس وايي د وسلوالو پر ضد د پلټنې د عملیاتو پر مهال په ځوابي برید کې د اېف سي ځواک (فرنټیر کور) اووه سرتېري وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.

په کوز دیر کې د استخباراتو یو مامور چې له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له وجې یې له مشال راډیو سره د نوم نه ښکاره کولو په شرط خبرې کولې پېښه تایید کړله. د نوموړي په وینا دا پېښه د سېپټېمبر په ۱۲مه د کوز دیر د میدان تحصیل په سره بانډه سیمه کې شوې ده.

بل پلو د پولیسو سرچینو ډان ورځپاڼې ته ویلي کله چې د اېف سي ځواک سرتېرو په سیمه کې د وسلوالو لټون کولو، په کمین ناستو وسلوالو پرې ډزې وکړې. پولیسو دا هم ویلي دي چې د اېف سي ځواک یو سرتېری ترۍ تم دی.

د پاکستان امنیتي ادارې ادعا کوي چې د اېف سي ځواک په ډزو وسلوالو ته هم تاوان رسېدلی دی خو دا چې څومره وسلوال وژل شوي دي؟ تر اوسه په دې اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

په سیمه کې ځايي خلکو د سېپټېمبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې له پېښې وروسته زیات شمېر امنیتي ځواکونه سیمې ته ورغلي دي. د سیمې یو اوسېدونکي عدنان خان مشال راډیو ته وویل چې د دیر په میدان سیمه کې وسلوال وخت په وخت په کلو بانډو او بازارونو کې ګرځي او په خلکو کې یې وېره خوره کړې ده.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د پاکستان د پوځ د ادعاوو سپیناوی نه شي کولی او کومې وسلوالې ډلې هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کوز دیر لال کلا یو مهال د تحریک نفاذ شریعت محمدي له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېده. د هغه تحریک مشري مولانا صوفي محمد کوله. نوموړی د تحریک طالبان پاکستان د یو مشر مولانا فضل الله خسر وو.

په خیبر پښتونخوا کې د وسلوالو پر ضد د امنیتي ځواکونو عملیات په دې وروستیو کې زیات شوي دي. هلته وسلوال هم وخت په وخت د پاکستان پر پوځ، اېف سي ځواک او پوځ بریدونه کوي چې پکې هغوی ته مرګ ژوبله هم اوړې.

د کوز دیر ترڅنګ د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې هم په دې وروستیو څو میاشتو کې د نا امنۍ پېښې زیاتې شوې دي.

د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر ۱۱مه په یو بیان کې ویلي وو چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې یې د عملیاتو پر مهال ۱۹ وسلوال وژلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه خبرتیا ادارې (ای اېس پي ار) د سېپټېمبر په ۱۱مه رسنیو ته په استولي یو بیان کې ویلي ول چې دا عملیات یې د سېپټېمبر پر نهمه او ۱۰مه په مومندو، شمالي وزیرستان او بنو کې ترسره کړي دي.

د خیبر پښتونخوا ترڅنګ د پاکستان مرکزي حکومت هم وايي چې د ناامنۍ ضد مبارزې او د ولس ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي. وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۱۴مه د هېواد جوړېدو کلیزې په مناسبت په وینا کې دعوه وکړه چې پاکستان "په زړورتیا د ترهګرۍ پرضد جنګېدلی او ورته یې ماتې ورکړې" ده او زیاته یې کړه چې حکومت به یې بیا وسلوال سر پورته کولو ته پرې نه ږدي.

XS
SM
MD
LG