د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د صوبې د امن و امان په اړه تود بحث وشو


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ وداني - انځور له ارشیفه
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ وداني - انځور له ارشیفه

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د صوبې د امنیت او د وسلوالو د فعالیتونو د زیاتېدو په اړه تود بحث وشو.

د اګست پر ۲۲مه د اسمبلۍ غونډې ته د وینا پر مهال د اپوزیشن ګوندونو مشر عبادالله تور پورې کړ چې په صوبه کې د ناامنۍ ذمه وار تحریک انصاف ګوند دی. نوموړي وړاندې وویل، دا ځکه چې یاد ګوند د خپل تېر حکومت پر مهال د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اېس ای د پخواني مشر لیفټېنېنټ جنرال فیض حمید په مرسته وسلوالو ته په خیبر پښتونخوا صوبه کې پنا ورکړه چې له وجې یې د صوبې امنیتي وضعیت خراب شو.

په ۲۰۲۱ز کال او ۲۰۲۲ز کال کې د پاکستان د ديني عالمانو او قومي مشرانو دغو پلاوو يو پلاوو د خبرو په نتيجه کې د پاکستان ریاست او ټي ټي پي ترمنځ د سولې مذاکرات وشول او بیا يو مياشتنی اوربند تر نامعلومې مودې وغځېد.

خو وروسته دا اوربند مات شو. ټي ټي پي د ۲۰۲۲ کال د نومبر پر ۲۸مه په یوه بیان کې دعوه وکړه چې "پوځ خپلې ژمنې نه دې پوره" کړې نو ځکه خپلو وسلوالو ته امر کوي چې بیا بریدونه پيل کړي.

خو بل پلو تحریک انصاف دا تورونه ردوي او په اسمبلۍ کې د هغوی غړي وايي چې په صوبه کې د امنیت د ښه کولو لپاره یې پخوا هم اقدامات کړي دي او اوس هم لاس په کار دي.

په اسمبلۍ کې د تحریک انصاف یو غړي شفیع الله جان په خپله وینا کې وویل، صوبايي حکومت به هېڅکله د پښتنو په سیمو کې د پوځي عملیاتو اجازه ورنه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس د خیبر پښتونخوا په باجوړ او نورو سیمو کې عملا د پاکستان د پوځ عملیات روان دي.

په اسمبلۍ کې د لکي مروت د خلکو استازی جوهر مروت وايي د هغوی سیمه د پنجاب پر پوله پرته ده خو خلک ترې د بدامنۍ له وجې کډه کوي، حال دا چې بل لوري ته په پنجاب کې امن دی، خوشالي ده.

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د صوبې د امنیت په اړه بحث چې د اګست پر ۲۲مه شروع شوی وو، د اګست په ۲۳مه هم روان وو. د اسمبلۍ مرستیاله سپیکره ثریا بي بي وايي کله چې په اسمبلۍ کې د صوبې د امن و امان په اړه بحثونه پای ته ورسېږي نو یوه پارلیماني کمېټي به جوړه کړي چې د خیبر پښتونخوا صوبې د جنګ ځپلو سیمو حال احوال واخلي.

XS
SM
MD
LG