د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، په صوبه کې د پوځي عملياتو اجازه نه ورکوي او د امنیت لپاره دې له وسلوالو سره مذاکرات وشي.
د صوبې د اعلا وزیر د اطلاعاتو سلاکار شفیع الله جان د نومبر پر شپږمه په پېښور کې د خبرې کنفرانس پر مهال وويل چې عمليات د مسلې حل نه دی.
نوموړي وویل، د نومبر پر ۱۲مه یې ګڼګوندي جرګه وربللې ده چې پکې په سيمه کې د امن راوتلو د څرګنوالي په اړه فیصله کېږي، البته د ده په خبره، د دوی حکومت د پوځي عملياتو ملاتړی نه دی.
په خبرې غونډې کې د صوبايي اسمبلۍ سپیکر بابر سلیم سواتی او د تحریک انصاف نور مخکښان هم ناست ول.
د شفیع الله جان په خبره، د وسلوالو ضد پخوانيو عملياتو هم څه ګټه نه ده کړې او که وفاقي حکومت یا پوځ په دې اړه بیا کوم لوی اعلان کوي، د خیبر پښتونخوا د تحريک انصاف حکومت به یې مخالفت کوي.
هغه زیاته کړه چې که هره پرېکړه کېږي هغه به د صوبې اعلا وزير، اسمبلي او ولس کوي.
د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ د پاکستان وفاقي حکومت او پوځ لا د صوبايي حکومت د چارواکي د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.
البته تېره اونۍ د پاکستاني پوځ وياند جنرل احمد شريف چودري خبريالانو ته ويلي ول چې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان په ځينو سيمو کې د وسلوالو د مخ په زیاتېدونکو حملو د مخنيوي لپاره پرېکنده عمليات اړین دي.
د هغه په وينا، اوس هم پوځ په بېلابېلو ځایونو کې هره ورځ په سلګونو واړه، واړه هدفي عمليات کوي.
تر دې وړاندې د خيبر پښتونخوا اعلا وزیر سهېل خان اپرېدي هم د اکتوبر پر ۲۶مه د خیبر ضلعې په باړه کې ولسي غونډې ته په وینا کې په سيمه کې د وسلوالو ضد د پوځي عملیاتو مخالفت کړی وو.
هغه ويلي ول چې د وسلوالو ضد په پوځي عملیاتو کې ولسي خلک ځپل شوي دي نو ځکه د نورو عملیاتو حمایت نه شي کولای.
سهېل اپرېدی د اکتوبر پر ۱۳مه په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د اکثريت رايو په اخیستو سره د هغې صوبې نوی اعلاوزير منتخب شوی وو.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې د خيبر په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني زښته زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې د نومبر پر لومړۍ په خپل میاشتني رپورټ کې وویل، په هغه هېواد کې د روان ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو وژنې په "بې ساري" ډول زیاتې شوې.
رپورټ وايي، د اکتوبر په میاشت کې په "ترهګرۍ ضد عملیاتو" کې ټول ۳۵۵ مشکوک وسلوال ووژل شول او د دومره زیاتو وژنو ساری په تېرو ۱۰ کلونو کې نه دی لیدل شوی.
اداره وايي چې په اکتوبر کې په عملیاتو او وسلوالو بریدونو کې ۷۲ امنیتي سرتېري او ۳۰ ولسي وګړي هم ووژل شول.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې رپورټ زیاتوي، اوسمهال زیاتره عملیات په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کېږي خو د سیند او پنجاب په خال خال سیمو کې هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.
په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.