د پي ټی ای مشران وايي پوځ پر ګڼو عملياتو سربېره امن نه دی راوستلی
د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) مشرانو د پوځ د وياند لېفټينېنټ جنرال احمد شریف چودري پر هغو څرګندونو سختې نيوکې کړي چې ګواکې د د دوی ګوند يا د ګوند بنسټګر عمران وسلوال طالبان خيبر پښتونخوا ته راوستل يا له هغوی سره نرمه رويه ساتي. د اکتوبر پر ۱۱مه په پېښور کې د پي ټي ای مرکزي مشرانو د خبري غونډې پر مهال وويل چې له وسلوالو سره د مذاکراتو پالیسي د پاکستان تحریک انصاف نه بلکې د ریاستي ادارو وه. هغوی زياته کړه چې پوځ لسګونه لوی عمليات او زرګونه هدفي عمليات کړې دي خو بيا يې هم امن نه دی راوستلی.