خيبر پښتونخوا کې سلګونه صنعتونه تړل شوي دي
د خيبر پښتونخوا د صنعتونو ادارې ويلي دي چې په هغه صوبه کې له ۲۰۰ زيات صنعتونه د بجلۍ او ګېس د ستونزو او ځینو نورو مشکلاتو له امله بند شوي دي. خو د صنعتکارانو او سوداګرو تنظیمونه بیا وايي چې په خيبر پښتونخوا کې د بندو شویو صنعتونو شمېره له ۵۰۰ زياته ده. د هغوی په وينا، د دې لامل يوازې بجلي او ګېس نه دی، بلکې د امنيت نه شتوالی او د سرکاري افسرانو ناسمه رويه هم د صنعتونو بندېدو ته لاره هواره کړې ده. تر دې وړاندې، د سوداګرو د اتحاديې مشرانو مشال راډيو ته ويلي ول چې د بجلۍ يا برېښنا د اوږدې دورانيي لوډ شیډنګ يا پارچاو، ترهګري او د سرحدي لارو بندښت د دوی اقتصاد زښت اغېز من کړی دی.