د لاسرسي ځای

تازه خبر

سهېل اپرېدی: زموږ په موجودګي کې هېڅوک پوځي عملیات نه شي کولای


سهېل اپرېدی د اکتوبر پر ۱۳مه د خيبر پښتونخوا د اعلاوزير تر منتخب کېدو وروسته د اسمبلۍ غونډې ته وينا کوي.
سهېل اپرېدی د اکتوبر پر ۱۳مه د خيبر پښتونخوا د اعلاوزير تر منتخب کېدو وروسته د اسمبلۍ غونډې ته وينا کوي.

د خيبر پښتونخوا نوي منتخب اعلاوزير سهېل اپرېدي ويلي چې هېچا ته به په هغه صوبه کې د پوځي عملياتو اجازه ور نه کړي.

نوموړي د اکتوبر پر ۱۳مه تر منتخب کېدو وروسته د اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې وویل: "څه ډول چې زموږ رهبر [عمران خان] د پوځی عملیاتو مخالف دی، نو زموږ په موجودګي کې څوک هم پوځي عملیات نه شي کولای. دلته خبري غونډې کېږي او وايي چې موږ تېر کال د استخباراتي معلوماتو پر اساس ۱۴،۰۰۰ عملیات کړي، خو ترهګري هم هغه ډول ده او نن هم زما خلک بې کوره دي او نن هم زما د خلکو کورونه ورانېږي او هغوی شهیدان کېږي."

د نوموړي اشاره د پاکستان پوځ هغو بيانونو ته وه چې وايي، د وسلوالو خلاف د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ لسګونه عمليات کوي او که اړتيا وه نو لوی عمليات به هم کوي.

سهېل اپرېدي په خپله وينا کې د پاکستان د مرکزي حکومت پر افغان پالیسۍ او د افغان کډوالو د ستنولو پر تګلارې هم نیوکې وکړې.

نوموړي داراز وويل چې هغه به د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په اړه هم له مرکزي حکومت سره خبرې کوي.

هغه زياته کړه: "مرکزي حکومت پر پي ټي اېم بنديز لګولی دی. منظور پشتین او د هغه ځیني پلویان یې تر بنديز لاندې نوملړ (شېډول فور) کې اچولي دي. ملک نصیر کوکیخېل او زموږ ځينې نور ملګري يې هم په هغه لېسټ کې اچولي دي. زه به له مرکزي حکومت سره پر دې خبره کوم چې څوک خپل حق غواړي، تاسو ولې پر هغوی بنديز لګولی دی؟"

د نوموړي د څرګندونو په اړه په پېښور کې خبريال او شنونکي نثار محمد خان مشال راډيو ته وويل چې هغه فکر نه کوي چې سهېل اپرېدی به د پاکستان د ځواکمن پوځي اسټېبليشمېنټ پر ضد ودرېږي.

نوموړي زياته کړه: "د عمران خان نيول او راخوشې کول، پوځي عمليات او د پاکستان بهرنۍ چارې، په دا ټولو کې د ولس يا د پارلېمان له غړو سره کله هم مشوره نه کېږي."

د پي ټی ای مشران وايي پوځ پر ګڼو عملياتو سربېره امن نه دی راوستلی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:01 0:00

دا تر هغه وروسته ده چې د ګورنر لخوا د خيبر پښتونخوا د اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د استعفا پر نه منظورولو سربېره په صوبايي اسمبلۍ کي د اکتوبر پر ۱۳مه د نوي اعلاوزیر لپاره انتخاباتي عمل ترسره شو.

د اسمبلۍ سپیکر بابر سلیم سواتي اعلان وکړ چې سهېل اپرېدی د ٩٠ رایو په ترلاسه کولو سره نوی اعلاوزير منتخب شو.

د انتخاباتي عمل تر پيلولو وړاندې حکومت مخالفه ګوندونو له هغه عمل څخه پرېکون وکړ.

په اسمبلۍ کې د حکومت مخالفه ډلو مشر عباد الله خان پر دې مهال وويل چې د صوبې ګورنر د اعلاوزیر علي امین ګنډه پور استعفا نه ده منظوره کړې نو ځکه د نوي اعلاوزیر انتخاب "غېر اییني" دی او د ده په وينا، دوی له همدې امله په انتخاباتي عمل کې برخه نه اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې علي امين ګنډه پور لومړی د اکتوبر پر اتمه او بيا وروسته د اکتوبر پر ۱۱مه د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کونډي ته خپل استعفا ليکونه ولېږل، خو فيصل کريم کونډي څو ورځې وروسته، د اکتوبر پر ۱۲مه ګنډه پور ته په استول شوي ليک کې اعتراض کړی دی چې د دواړو استعفاليکونو لاسليکونه له يو بل سره توپير لري.

نوموړي له ګنډه پور څخه غوښتنه کړې ده چې هغه دې د اکتوبر پر ۱۵مه ماسپښين درې بجې د ده دفتر ته ورشي او خبره دې ورسره سپينه کړي.

علي امین ګنډه پور پر خپله اېکس پاڼه په خپاره کړي استعفا ليک کې ليکلي چې د ګوند د بنسټګر او خپل رهبر عمران خان د امر په درناوي کې د اعلاوزیر له څوکۍ استعفا ورکوي.

نوموړي پر خپله پاڼه د دواړو استعفاليکونو انځورونه خپاره کړي، چې په لاسليکونو کې يې څرګند توپير نه تر سترګو کېږي.

تر دې وړاندې، د اکتوبر پر اتمه په راولپېنډۍ کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال د پي ټي ای عمومي منشي سلمان اکرم راجه وويل، عمران خان وايي چې له تېرو دوو کلونو يې دريځ پاتې شوی چې د مرکزي حکومت تګلارې "ډېرې غلطې" دي او د خیبر پښتونخوا حکومت باید ځان له دې پاليسیو څخه لاتعلقه کړي.

نوموړي پر همهغه ورځ اعلان وکړ چې د علي امین ګنډه پور پر ځای به سهېل اپرېدی د خيبر پښتونخوا نوی اعلاوزیر وي.

سهېل اپرېدی له خيبر قبایلي ضلعې څخه د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ منتخب غړی دی. نوموړی د پي ټي ای د زده کوونکو د سازمان "انصاف سټوډنټس فیډرېشن" مشر هم پاتي شوی دی.

XS
SM
MD
LG