طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي.
د مسوزو ځايي مشر ملک نور دې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې له سیمې وار له مخه وتلي خلک دې په یوه اوونۍ کې ستانه شي ګني بیا به نه په سیمه کې پرېښودل شي او نه به برخه ورکړل شي.
په خيبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام اداره د کورمې مشر شيراز باچا د ډېسېمبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل، "په صدې کې د منتوال، وتيزو او داسې نورو سيمو له قبايلي مشرانو سره تر مذاکراتو وروسته دوي دې ته رضا کړل شو چې تر پوځي عملياتو مخکې خپل کورونه پرېږدي."
د منتو اوسېدونکي غزني ګل د ډېسېمبر پر ۲۵مه مشال راډيو ته وویل، موسم یخ دی او د سیمې زیاتره خلک بې وزله دي نو که چارواکي یې کورونو پرېښودو ته مجبور کړي نو ژوند یې اغېزمنېږي.
دغه چارواکی وايي د وسلوالو له حملې وروسته له مناتو پوځي کلا نه سرتېري د تورغونډۍ پوستې ته ورغلل چې د وسلوالو په ډزو ورته مرګژوبله واوښته.
له لیل ګډې بې کوره شوي یوسف خان د ډېسېمبر پر څلورمه مشال رېډیو ته وویل چې په سیمه کې تر بریدونو د وسلوالو او امنیتي سرتېرو ترمینځ تر نښتو وروسته او د منتو کلا امنیتي مشرانو ورته د ډېسېمبر پر درېیمه وویل چې د وسلوالو ضد عملیات کول غواړي نو ځکه دې کورونه پرېږدي.
د خيبر پښتونخوا د مينځنۍ کورمې ولس په عليشيرزو او مسوزو کې د پوځي عملياتو پر ضد د پېښور د خبريالانو مرکز مخې ته احتجاجي پرلت پيل کړی دی. پرلتوال وايي چې د سيمې خلک د پوځي عملياتو له وېرې پر کډه کولو کولو مجبوره شوي دي.
د پاکستانیو او افغان طالب ځواکونو د تېرې اونۍ د شویو نښتو له کبله دواړو هېوادونو ترمینځ تړل شوې لارې لاهم بندې دي. دا د دې سربېره ده چې د کابل او اسلام اباد لوړو پوړو چارواکیو په قطر کې تر ملاقات وروسته اوربند اعلان کړی دی
په کورمه کې د پوځي عملیاتو خلاف د پیل شويو احتجاجونو لړۍ لا هم روانه ده. د کورمې خلکو هلته د پوځي عملياتو خلاف په پېښور کې پرلت هم وهلی دی. هغوی غوښتنه کوي چې د عليشیرزو او مسوزو بې کوره شويو خلکو ته دې د اسانتیاوو ورکولو ترڅنګ هلته د پوځي عملیاتو کولو پرېکړه بېرته واخيستل شي.
د اکتوبر پر ۱۷مه د کوزې او مينځنۍ کورمې مشرانو او خلکو په ډوګر کې احتجاجي مظاهره وکړه او بلخوا پر همدغه ورځ د کورمې مدني فعالانو په پېښور کې د خبريالانو مرکز مخې ته پرلت وهلی وو.
د کورمې له دې دوو سیمو د خلکو د وتلو لړۍ یوه اونۍ وړاندې پیل شوې وه او تر اوسه په سلګونه کورنۍ د صدې، تیندو، ساتین او ټل په لور وتلې دي.
د خيبر پښتونخوا په کورمه کې د ممکنه پوځي عملیاتو له امله د عليشیرزو او مسوزو سیمو خلکو کډې کول پیل کړې دي.
په کورمه کې يو لوړپوړي امنيتي چارواکي له رسنیو سره د خبرو د اجازې نه درلودلو له وجې د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وويل چې د پوځ او وسلوالو ترمینځ جګړه د منځنۍ کورمې په علي شېرزو بانډه کې شوې ده.
د کورمې انتظامي او امنیتي چارواکو د غونډو په اړه د مشال راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د حکومتي جرګې یو مشر حاجي عزت ګل مشال راډیو ته وویل، د خبرو اترو له لارې په ضلع کې د امنیت د بحالۍ هڅې کوي.
نور وښیئ