د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومتي او امنیتي چارواکو په کورمه کې له شیعه او سني مشرانو سره جلا، جلا غونډې کړې دي


په سده کې یو ولسي مشر د حکومتي او امنیتي چارواکو غونډې ته وینا کوي - د اګست ۲۶مې انځور.
په سده کې یو ولسي مشر د حکومتي او امنیتي چارواکو غونډې ته وینا کوي - د اګست ۲۶مې انځور.

په کورمه کې حکومتي او امنیتي چارواکو له شیعه او سني مشرانو سره په جلا، جلا غونډو کې د ضلعې پر امنیت خبرې کړې دي.

د اګست ۲۶مې ناستې پر داسې مهال شوې دي چې د روانې میاشتې له ۱۲مې راهیسې په سیمه کې د څلورو کسانو مرموزو وژنو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

ځايي وګړي وايي، هغه وژنې فرقه ییز اسباب لري خو پولیس وايي پلټنې به یې اصلي لامل معلوم کړي.

د شیعه ګانو د انجمن حسینیه تنظیم مشر حاجي ضامن توري په پاړه چینار کې له انتظامي، پولیس او پوځي چارواکو سره د ولسي مشرانو غونډې ته ویلي چې د کواټ (کوهاټ) امن موافقې ته ژمن دی او د هرې برخې د عملي کولو هلې ځلې کوي.

د سدې یو ولسي مشر ملک عبدالولي خان مشال راډیو ته وویل، سني مشرانو د اګست پر ۲۶مه له چارواکو سره په ملاقات کې د هدفي وژنو پر مخنیوي او په وروستیو پېښو کې د ککړو کسانو پر نیولو ټینګار وکړ.

د کورمې انتظامي او امنیتي چارواکو د غونډو په اړه د مشال راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د حکومتي جرګې یو مشر حاجي عزت ګل مشال راډیو ته وویل، د خبرو اترو له لارې په ضلع کې د امنیت د بحالۍ هڅې کوي.

په پاړه چینار کې یو ولسي مشر له چارواکو سره غونډې ته وینا کوي - د اګست ۲۶مې انځور.
په پاړه چینار کې یو ولسي مشر له چارواکو سره غونډې ته وینا کوي - د اګست ۲۶مې انځور.

دا غونډې پر داسې مهال شوې دي چې د اګست پر ۲۳مه په سیمه کې د یو شیعه شپون تر وژنې وروسته وسلوالو یو سني وګړی وتښتاوه چې مړی یې د اګست ۲۴مې پر سهار وموندل شو.

تر دې مخکې د اګست پر ۱۲مه په ډنډر صحرا کې د مولا باغ سیمې د رجب علي په نوم د یو شپانه جسد موندل شوی وو. تر دې یوه ورځ وروسته وسلوالو په بوشهره (بوشارو هم بلل کېږي) ځايي وګړی قدر ګل منګل وتښتاوه چې مړی یې د اګست پر ۱۴مه وموندل شو.

د هغو وژنو ذمه واري چا نه وه منلې خو پولیس وايي، پلټنو ته یې دوام ورکړی دی.

تر دې مخکې، د اګست پر ۱۱مه د کورمې شیعه او سني مشرانو په پاړه چینار کې په جرګه کې پر امنیت بحث وکړ.

په هغه ناسته کې حکومتي او پوځي استازي هم شامل ول او پکې مشران د سیمې د امنیت ترڅنګ، د سولې د پخوانیو موافقو پر عملي کېدو هم وغږېدل.

د سیمې مشرانو د روان کال په جون کې د یو کال لپاره د اوربند موافقه کړې وه.

په پاړه چینار کې پوځي، انتظامي او پولیس چارواکي له ځايي مشرانو سره د غونډې پر مهال - د اګست ۲۶مې انځور.
په پاړه چینار کې پوځي، انتظامي او پولیس چارواکي له ځايي مشرانو سره د غونډې پر مهال - د اګست ۲۶مې انځور.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ اوسي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

په هغه ضلع کې دا ډول شخړې کله نا کله د فرقه ییز تاوتریخوالي شکل اخلي.

له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

د ۲۰۲۴ز کال نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.

شیعه او سني مشرانو د ۲۰۲۵ز کال په جنورۍ کې د حکومت په مینځګړتوب په کواټ کې په جرګه کې د سولې تړون وکړ او پکې یې د امنیت په موخه د وسلوالو ډلو پرضد د بې توپیره کاروایۍ، مورچو ړنګولو، د ضلعې د ټولو سړکونو او لارو خلاصولو، د ځمکو لانجو هوارولو او له ولسه د وسلو ټولولو پرېکړې وکړې.

په موافقه کې دا هم راغلي ول چې حکومت به په نومبر کې د فرقه ییز تاوتریخوالي پر مهال په بګن کې د خلکو دوکانونو او کورونو سوځولو تاوان ورکوي.

البته هغه موافقه د دواړو خواوو ترمینځ د اختلافاتو او وروسته پر مال لېږدوونکو قافلو د نورو حملو له وجې ځنډېدلی وو.

د خیبر پښتونخوا حکومت په فبرورۍ کې پر مال لېږدوونکې قافلې تر برید وروسته د کوزې کورمې په بګن، ډډ کمر، اوچت، مندوریو او څرخېلو (چارخېل هم بلل کېږي) کې د وسلوالو پرضد د عملیاتو پرېکړه وکړه چې ځايي وګړو یې سخت مخالفت وکړ او پرضد یې احتجاجونه هم وکړل. خو چارواکو وویل چې د وسلوالو د ختمولو لپاره عملیات اړین دي.

تر دې مخکې د جنورۍ پر ۱۹مه د کوزې کورمې په بګن کې د مشکوکو وسلوالو پرضد عملیات پیل شول. د هغو عملیاتو له کبله د سیمې لسګونه کورنیو نورو ځایونو ته کډې وکړې.

په ۲۰۰۸ز کال کې د فرقه ییز تاوتریخوالي په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

اړوند

XS
SM
MD
LG