د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې له بې کوره شويو خلکو سره د مرستې نه کولو خلاف احتجاجونه شوي دي


په کورمه کې ځايي ولس د امنيت لپاره احتجاج کوي ـ انځور له ارشيفه
په کورمه کې ځايي ولس د امنيت لپاره احتجاج کوي ـ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا په کورمه کې د ممکنه پوځي عملیاتو او له هغې سیمې له بې کوره کړل شویو خلکو سره د مرستې نه کولو خلاف احتجاجونه شوي دي.

د اکتوبر پر ۱۷مه د کوزې او مينځنۍ کورمې مشرانو او خلکو په ډوګر کې احتجاجي مظاهره وکړه او بلخوا پر همدغه ورځ د کورمې مدني فعالانو په پېښور کې د خبريالانو مرکز مخې ته پرلت وهلی وو.

په پېښور کې د پرلت يو ګډونوال پټان عبدالخالق مشال راډیو ته وويل چې مخکې هم د هغوی پر سيمه پوځي عملیات شوي خو له زيانونو اړولو پرته يې هېڅ ګټه نه ده ورڅخه تر لاسه کړې.

حکومت په مينځنۍ کورمه کې د وسلوالو خلاف پرېکړه په جوګي کلا کې د پوځ پر قافله تر وسلوال برید وروسته کړې ده. د اکتوبر پر اوومه په هغه برید کې د دوو پوځي افسرانو په ګډون ۱۱ امنیتي سرتېري وژل شوي ول.

که څه هم تر اوسه په رسمي توګه عمليات نه دې پیل شوي خو د مشکوکو وسلوالو پر پټنځايونو له هېليکاپټره د بمبارۍ او توپ خانې استعمال روان دی چې له امله يې د عليشیرزو او مسوزو له یو شمېر سیمو خلکو کډې کول پيل کړې دي.

له مسوزو څخه يو بې کوره کړل شوی اغېزمن وايي چې د خپلو کورونه پر پرېښودلو مجبوره کړل شول، خو د اوسېدو لپاره حکومت نه کيمپ ورکړی او نه هم نورې اسانتياوي، چې اوس يې ژوند له کړاو سره مخامخ دی.

کورمه: د ممکنه پوځي عملياتو له وېرې له عليشيرزو او مسوزو سلګونه کورنۍ وتلې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:59 0:00

د کډوالو د شکايتونو په اړه نه خو د کورمې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) اشفاق خان څه دریځ وړاندې کړ او نه نورو امنيتي چارواکو د مشال راډيو پوښتنې ځواب کړې، خو له سيمې د قامي اسمبلۍ منتخب غړي اينجينر حميد حسین توري د اکتوبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وويل چې هغه د اړونده ادارو او چارواکو مخې ته د سیمې اغېزمنو ته د اسانتیاوو ورکولو غوښتنه اېښې ده او بلخوا يې هغوی پر خلکو د ممکنه پوځي عملیاتو د منفي اغېزو او تاوانونو په اړه خبر کړي دي.

تر دې يوه ورځ وړاندې، د اکتوبر پر ۱۶مه د عليشیرزو ځايي مشر ملک عیسا خان اورکزي مشال راډیو ته ويلي وو چې د اکتوبر پر ۱۵مه د کورمې انتظامیې مشر اشفاق خان د يوې غوڼدې پر وخت نه یوازې پر سیمه د کيمپ جوړولو خبره منلې بلکې د نورو اسانتیاوو ژمنه یې هم ورسره کړې ده.

دی وايي، انتظامي مشر ته یې ویلي چې کورونه ورته پر دغه شرط پرېږدي چې عملیات به ژر سر ته رسوي او په بشپړه توګه به د وسلوالو مخه نیسي.

خو اشفاق خان او امنیتي ځواکونو لا تر اوسه په دې اړه خپل دریځ نه دی په ډاګه کړی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG