د پاکستان او طالبانو حکومت ترمینځ د اوربند د اعلان سربېره د تګ راتګ لارې لا تړلې پرتې دي
د پاکستانیو او افغان طالب ځواکونو د تېرې اونۍ د شویو نښتو له کبله دواړو هېوادونو ترمینځ تړل شوې لارې لاهم بندې دي. دا د دې سربېره ده چې د کابل او اسلام اباد لوړو پوړو چارواکیو په قطر کې تر ملاقات وروسته اوربند اعلان کړی دی. له تړل شویو لارو څخه یو د خرلاڅو هغه هم ده. هلته لارۍ چلوونکي وايي چې له سختو مشکلاتو سره مخ دي