د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د ممکنه پوځي عملیاتو له کبله بې کوره شویو کسانو مظاهره کړې ده


په قبايلي سيمو کې د وسلوالو ضد د پوځي عملیاتو پر مهال په ميليونه کسان بې کوره شوي چې پکې زیاتره کورونو ته ستانه شوي دي. پخوانی انځور
په قبايلي سيمو کې د وسلوالو ضد د پوځي عملیاتو پر مهال په ميليونه کسان بې کوره شوي چې پکې زیاتره کورونو ته ستانه شوي دي. پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا په کورمه ضلع کې د وسلوالو ضد د ممکنه پوځي عملیاتو وړاندې له سیمي څخه بې کوره شویو کورنیو د خپلو غوښتو لپاره احتجاج کړی دی.

د علي شیرزو او مسوزو متاثرینو د اکتوبر پر ۱۴مه په ساتین چوک کې د پرلت پر مهال خپلې غوښتنې وړاندې کړې چې پکې مهمه هغه يې د ټل او هنګو پر ځای په خپله سیمه کې ورته د اوسېدو لپاره د کېمپونو جوړولو ده.

د مسوزو ځايي مشر ملک سیف الله مسوزي مشال رېډيو ته وویل چې دوی په سیمه کې د وسلوالو خلاف د ممکنه پوځي عملیاتو له کبله خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي نو پکار ده چې حکومت ورسره د کډوالو په حیت مرستې وکړي.

مظاهرچیانو دړکه ورکړې ده چې که يې غوښتنې و نه منل شوې نو احتجاج به لاپسې پراخ کړي.

کورمه: د ممکنه پوځي عملياتو له وېرې له عليشيرزو او مسوزو سلګونه کورنۍ وتلې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:59 0:00

حکومت په منځني کورمه کې د وسلوالو خلاف فیصله په جوګي قلا کې د پوځ پر قافله د وسلوال برید وروسته کړې ده. د اکتوبر پر اوومه په هغه برید کې دوو پوځي افسرانو په ګډون ۱۱ امنیتي سرتېري وژل شوي ول.

تر اوسه د عملیاتو اعلان په رسمي توګه نه دی شوی. خو د منځنۍ کورمې له مختلفو سیمو ډېرو کورنیو کډې پیل کړي دي.

د منځني کورمې مرستیال کمیشنر عقیل جاوید د اکتوبر پر ۱۵مه مشال رېډیو ته وویل چې د علې شیرزو او مسوزو مشرانو سره تر مذاکراتو پس احتجاج ختم کړل شوی دی. نوموړي هوډ څرګند کړ چې د دوی غوښتنو د پوره کېدو لپاره به هلې ځلې کوي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG