د کورمې شیعه او سني مشرانو په پاړه چینار کې د یوې جرګې پر مهال د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې.
د اګست پر ۱۱مه په دې جرګه کې د حکومت او پوځ استازي هم شامل وو.
په سیمه کې د شیعه او سني ډلو ترمینځ له اوږدو جنګونو وروسته، دا لومړی ځل وو چې سني مشرانو هم په پاړه چینار کې د حکومت په بلنه ترسره شوې جرګه کې ګډون وکړلو.
د جرګې پر مهال د شیعه او سني ډلو مشرانو د سیمې د امنیت ترڅنګ، د سولې د پخوانیو لوظنامو د عملي کېدو په اړه هم خبرې وشوې.
جرګې ته د شیعه او سني دواړو ډلو مشرانو ویناوې وکړې. د سنیانو د مقامي تنظیم انجمن فاروقیه یو مشر حاجي منیر بنګښ وویل، "د لارو خلاصول دي، امن غوښتل دي او که د ځمکو مسایل، د شیعه او سني دواړو شریکې مسلې دي. موږ باید حکومت ته خپلې غوښتنې په شریکه وړاندې کړو. موږ ته هرڅه د مذهب په نامه تقسیمول نه دي پکار."
بل پلو د سیمې د شیعه ګانو د یو تنظیم انجمن حسینیه یو مشر حاجي ضامن حسین طوري جرګې ته د وینا پر مهال ویلي دي چې په سیمه کې اوس تر ډېره بریده امنیت راغلی دی خو مکمل امن به هله راځي چې د ځمکو کشاله او داسې نورې مسلې هوارې کړل شي. هغه وړاندې وویل، "په ناامنۍ کې هېچا ته ګټه نشته، کورمه ټوله یوه کورمه ده، چې یوه سیمه په تکلیف کې وي، بله ترې خامخا په تکلیفېږي. بدبختۍ، جګړې او بې اتفاقۍ به له منځه وړو."
د اګست پر ۱۱مه په پاړه چینار کې ترسره شوې جرګې کې د کورمې انتظامیې چارواکي او د پاکستان د پوځ مسوولین هم شامل وو. د پاکستان د پوځ یو لوړ پوړي چارواکي مېجر جنرل ذوالفقار علي بټي هم جرګې ته ورغلی وو.
مشال راډیو هڅه وکړه چې د جرګې په اړه د انتظامیې او پوځ نظر هم راواخلي خو بریالۍ نه شوه.
په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.
په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.